نړیوال خبرونه

د امنیت شورا غونډه کې افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې وشوې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې ګډونوال

د ملګرو ملتونو د امینت شورا د غونډې ګډونوالو یوځل بیا په افغانستان کې پر زده کړو او د بشري حقونو په رعایت ټینګار وکړ. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې یو شمېر ګډونوالو لکه، برېټانیا، البانیا، ناروې، چین، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هغه کسان وو چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو او کار پر حق ټينګار وکړ.

 په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وایي، چې ملګري ملتونه باید له همغږۍ او د بشري مرستو له وېش اخوا هم رول ولري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق څرګنده کړه:«له طالبانو زما غوښتنه داده، چې قومي، جنسیتي او مذهبي مسایلو ته له پام پرته د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او ویې ساتي. پر دې سربېره، زموږ غوښتنه داده، چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي او ټولې ښځې بېرته له خپلو بنسټيزو حقونو برخمنې شي.

ور یی ولوله | د پاکستان سیلاب ځپلو سره د متحده عربی امارت مرستې دوام لري

ور یی ولوله | د ماليې وزارت : ماليې وزارت د پورونو ورکړې ته ژمن دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست مارکس پوتزل وایي، چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو  او نجونو د حقونو نه خوندیتوب د دې لامل شوی دی، چې اوسنی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي. په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست مارکس پوتزل وویل:«د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍوالې ټولنې د هېڅ یوه غړي له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. د دغه کار دلایل څرګند دي. نړۍواله ټولنه د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو یو لړ معیارونه لري. طالبان پر نړۍوالو ژمنو نه دي ولاړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی مارټین ګرېفټېس هم وايي:«د بشري مرستو په برخه کې که په ملي کچه وي او که په نړۍواله کچه، ښځينه کارکوونکو ته باید اجازه ورکړل شي، چې له ممانعت پرته په خوندیتوب سره کار وکړي او نجونې باید د زده کړو د دوام حق ولري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button