سیمهسیمه‌ییز

د امنیت شورا په تور لېست کې شامل ملا برادر ترکيې ته تللی

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا معاون ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په خاطر ترکیې ته تللی

عبدالغني برادر چې د ملګرو ملتونو د سفر بندیزونو په نوملړ کې يې هم نوم شته د ترکيې له بهرنیو چارو وزیر حقان فیدان سره يې کتلي.

د هغه دفتر ویلي چې په یاده کتنه کې د اقتصادي همکاریو په پراخېدو، سوداګرۍ او د کډوالو د موضوعاتو په ګډون په دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې شوې.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله رسمي ټويټرپاڼه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر حقان فېدان د لیدنې تصویرونه خپاره کړي او لیکلي يې دي چې دوی په انقره کې سره کتلي.

د خبرو ډېر تمرکز اقتصادي همکاري وه

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت هم په یوه خبرپاڼه کې کښلي چې دوی په دې کتنه کې “د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په” اړه خبرې کړې.

په دې اعلامیه کې راغلي چې دوی “د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې پر جوړېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د آسانتیاوو په برابرولو” هم غږېدلي.

نور ولولئ: ملابرادر وايي چې له اختر وروسته د سالنګ رغولو کار پیلېږي

د ملا برادر دفتر زیاته کړې چې هغه په دې کتنه کې له ترکیې غوښتي چې “په دې هېواد کې له مېشتو افغان مهاجرینو سره ښه سلوک وکړي”.

د امنیت شورا له بندیزونو سره سفر

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د تحریک له بنسټګرانو دی د دغې ډلې دویم مشر او د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هم دی او د سفر د بندیزونو په نوملړ کې یې د نوم له شتون سره سره په تېر یوه کال کې تر ټولو لوړپوړی طالب چارواکی دی چې بهر سفر کوي.

ترکیه چې د ناټو سازمان غړی هېواد هم دی لا یې د نورې نړۍ په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د ایران او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر يې د افغانستان سفارت طالب استازو ته سپارلی.

که څه هم د ترکيې د بهرنیو چارو د وزیر او د ملا برادر په لیدنه کې د پخواني حکومت لخوا ګومارل شوی سفیر هم په هغو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه خپاره کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button