نړیوال خبرونه

د امنیت شورا ځانګړې غونډې ګډنوالو په افغانستان کې د ښځو وضعیت وڅېړه

د امنیت شورا ځانګړې غونډه

یو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په «ښځې، سوله او امنیت» غونډه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفیره وايي، د افغان مېرمنو او اسلامي امارت تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅې روانې دي.

ملګرو ملتونه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرېنفیلډ وايي: «موږ کار کوو څو دغو د نه منلو پالیسو ته ځواب ورکړو او د ښځو غږ پورته کړو. موږ د آمریکا او افغانستان تر منځ مشورتي میکانیزم جوړ کړی دی. دغه میکانیزم د ښځو او مدني فعالینو په ګډون د ټولو قشرونو غږونه رانغاړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنیه محمدي وايي: «ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره په تعامل کې دي؛ څو له بشري حقونو او همداراز جنسیت ته له پام پرته له ټولو افغانانو ملاتړ وشي

نور یی ولوله | د نړۍ ۲۷ هېوادونو په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

نور یی ولوله | ولایتونو کې د ډاکټرانو کموالي له کبله د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې اندېښنه ښودلې

د چین د استازي

په‌دې غونډه کې د چین د استازي مرستیال وویل، په افغانستان کې د سولې او بیارغونې په بهیر کې ښځې یو مهم ځواک دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال گِنگ شوانگ وايي: «چین هیله مند دی چې، افغان ښځې خپل اساسي حقوق تر لاسه کړي او همداراز په اقتصاډي او ټولنیزو برخو کې ونډه ولري. او دوی د خپل هېواد د سولې او بیارغونې په بهیر کې مهم ځواک شي. 

د هند دايمي استازي مرستيال

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي مرستیال راویندرا وايي: «موږ غواړو چې، ښځې او لږکي د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري او حقونه یې په بشپړه توګه رعایت شي. له دې سره سم، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې استازې وویل، پر داسې یوې طرحې کار روان دی چې، لمخې به یې له طالبانو سره د ښځو د مخامخ خبرو زمینه برابره شي

په ملګرو ملتونو کې د ناورې سفیره مونا جول وايي: «افغان ښځو له نړۍوالو د یوې داسې طرحې غوښتنه کړې چې، مخامخ له طالبانو سره خبرو ته کیني. موږ هم په همدې لټه کې یو چې، دغه زمینه ورته برابره کړو. د ښځو حقونو فعاله مریم معروف اورین وايي: «د افغانستان په اوسني وخت کې د دا ډول ناستو تر سره کېدل او د افغان ښځو له حقونو ملاتړ کول، هیله بښوونکی زیری دی. دغه ناسته دا څرګندوي چې نړۍ افغانستان نه‌دی هېر کړی، خو تر څو د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې اعلان شوې ژمنې عملي نه‌شي، موږ په افغانستان کې د ښه‌والي شاهدان نه شو کېدلای

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button