اقتصاد او سوداګري

د امو د تېلو له حوزې د ۳۳ میلیونو ډالرو تېل وپلورل شول

طالبان وايي، د امو له تېلو حوزې یې ۶۰ زره ټنه تېل راویستلې او په ۳۳ میلیون ډالره یې پلورلي دي

کارپوهان وايي، طالبان سره له دې چې له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دي، ددې توان لري چې د عوایدو داخلي سرچینې غوره مدیریت او عواید ترې تر لاسه کړي.

تازه، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند د تېلو حوزې د قشقري تېلو ۶۰ زره ټنه خام تېل یې په بولۍ کې په ۳۳ میلیونو ډالرو وپلورل.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دې بولۍ کې ۱۸ کورنیو کمپنیو ګډون درلود، خو په دوی کې یما پټرولیم شرکت تر نورو د ګرانې بیې له امله تړون وګاټه.

پانګونې ته د افغان پانګه‌والو رابلل

د دې بولۍ په مراسمو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور او نورو طالب چارواکو هم ګډون درلود.

نوموړي په دغه غونډه کې له افغان پانګوالو غوښتي چې د تېلو او ګاز د زېرمو او د دوی چاڼخونو جوړولو کې پانګونه وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په سرپل کې د امو سیند تېلي حوزې اړوند د قشقري تېلي څاوو پر اېستلو پیل وکړ.

طالبانو د تېر کال د نومبر پر ۲۲ وویل، چې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د دې څاګانو تېل پلورلي دي.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

نور ولولئ:  د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

سرپل او فاریاب د تېلو درې زېرمې لري، چې قشقري، بازار کمی او زمردسای نومېږي او د رسمي شمېرو له مخې؛ ۸۷ میلیون بیلره تېل لري.

afghan (3)
د امو د تېلو له حوزې د ۳۳ میلیونو ډالرو تېل وپلورل شول

د عوایدو مصارف له ولس سره نه شریکېدل

طالبانو په تېر مارچ کې وویل، چې د امو سیند تېلي حوزه کې د ورځې د تېلو استخراج ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلی دی.

پر تېلو سربېره طالبانو د اوسپنې، زمرودو، لاجوردو او نورو کاني ډبرو استخراج ته هم مخه کړې ده؛ خو د دې کانونو د قراردادونو او له هغه د تر لاسه شویو پیسو د مصرف په هکله مالومات له ولس سره نه شریکېږي.

خو له بله اړخه د اقتصاد د برخې کارپوهان وايي، طالبان سره له دې چې له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دي، پر دې توانېدلي چې د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره داخلي سرچینې غوره مدیریت کړي او په کار یې واچوي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د نورو حکومتونو په پرتله د امو د تېلو جوزې د استخراج شویو تېلو په اړه ارقام خپروي او له ولس سره یې شریکوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button