اقتصاد او سوداګري

د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

طالبانو د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو د استخزاجولو پرانیسته وکړه

د طالبانو اصلي تمرکز د افغانستان د منابعو پر استخراج دی. دوی هڅه کوي چې ددې هېواد کانونه استخراج کړي او له دې لارې د خپل نامشروع حکومت ستنې تکیه کړي او له بهرنیو مرستو ځانونه بسیا کړي.

د طالبانو حکومت د افغانستان په سرپل ولایت کې د امو نفتي حوزې د اتو نویو څاګانو د استخراج پرانیسته کړې ده.

نور ولولئ: د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

د طالبانو د لوموړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغو څاګانو د استخراج د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د نفتي څاګانو له استخراج سره به “په هېواد کې اقتصادي پرمختګ” رامنځ ته شي او تر څنګ به یې ګڼو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

دا تړون له افچین کمپنۍ سره شوی

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په وینا، له افچین کمپنۍ سره تړون شوی چې تر درې کلونو به د اکتشاف چارې ترسره کوي، چې لومړی کال یې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په پنځمه نېټه پوره کېږي او دوه نور کلونه یې لا هم پر ځای پاتې دي.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

ښاغلی برادر وايي له دغو څاګانو د تېلو اېستلو بهیر له وخته مخکې پیل شوی، خو په وینا یې دوی دا کار د مجبوریتونو له امله کوي، “که څه هم دا له اصولو څخه خلاف کار دی، ځکه لومړی باید اکتشاف وشي او بیا استخراج، خو زموږ ځینې مجبوریتونه دي، ځکه موږ غواړو چې له دغه کانونو څخه ژر تر ژره ګټه واخلو او د خلکو له اقتصاد سره مرسته وشي.”

د ملا برادر په وینا د تېلو استخراج چارې به نورې هم پراخې کړي، “تر مخه مو چې په دې سیمه کې د تېلو څاګانو پرانیسته کړې ښايي اوس یې شمېره اتو ته رسېدلې وي او ښايي اووه نورې څاګانې هم ژر ترژره فعالیت ته اماده شي، چې انشاالله استخراج به ترې شروع کېږي.”

د سرپل ولایت وګړي په پام کې نیول کېږي

ښاغلي برادر ویلي په هغو ولایتونو کې چې له کانونو استخراج کېږي، باید د هماغه ولایت وګړي په پام کې ونیول شي او لومړیتوب ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې دا مهال د امو سیند په نفتي حوزه کې ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارګر په مستقیمه توګه کار کوي، چې د طالب چارواکو په وینا د نویو څاګانو له فعالېدو سره به یې شمېر نوره هم زیات شي.

نژدې یو کال وړاندې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت،‌ د سي پي ای ای سي په نامه له یوه چینايي شرکت سره یې د امو نفتي حوزې د تیلو استخراج تړون لاسلیک کړی و.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وړاندې ویلي و، چینايي شرکت به په دغه برخه کې د پیل په یوه کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي چې په دريیو کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي.

خو کارپوهان وايي چې د کانونو او طبیعي زېرمو استخراج غیر قانوني او نامسلکي دی، ځکه طالبان دومره تخنیکي پوهه نه لري چې د کانونو د استخراج اوږدمهاله او لنډمهاله ګټې او زیانونه وسنجوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button