ژوند او ټولنه

د انسان روغتیا ته د روژې نیولو ګټې

روژه نیول او ددې فرض پرځای کول که اخروي ګټې لري، نو بل حکمت یې دا هم دی چې د انسانانو ورغتیا ته هم ګټې لري

د روژې نیولو د ګټو په اړه ځینو څېړنکو په زړه پورې معلومات وړاندې کړي دي. دوی په دغه معلوماتو کې دا موندلي چې د ورځو په تناسب د انسان بدن ته روژه کومې ګټې رسوي.

د روژې د نیولو لومړنۍ دوې ورځې

له تخنیکي پلوه له پیشلمي اته ساعته وروسته پورې بدن په عادي حالت کې وي، ځکه دا هغه وخت دی چې معده کې پروت خوراک په بشپړه توګه هضمېږي. له دې وروسته د انسان بدن په ځيګر او عضلاتو کې د زېرمه شوي ګلوکوز استعمال پیلوي.

کله چې دا هم ختمېږي، بیا جسم د وازدې له ویلي کېدو تر لاسه شوي ګلوکوز استعمالوي.

د خوراک په توګه په جسم کې د زېرمه شوې وازدې استعمال له کبله د انسان وزن کمېږي، بدن کې د کولېسټرول کچه ټیټه شي او د شکرې یا ذیابیطس خطر له منځه ځي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

نور ولولئ: هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي

نور ولولئ: ۸ هغه عام خواړه چې الرجي لري

خو دې سره په بدن کې د شکرې مقدار کمېدو له کبله انسان کمزوري او ستړیا محسوسوي. د سرګرځېدل، سردرد، خوا ګرځېدل او یا د ساه بدبويي هم ورسره مله کېدای شي. دا هغه وخت وي چې سخته لوږه محسوسېږي.

ramazan (1)
د روژې نیولو ګټې

له ۳ تر ۷ ورځې او د روژه نېونکي په بدن کې د اوبو کمښت

کله چې بدن له روژې سره عادي شي، نو د وازدې له ویلي کولو ګلوکوز چمتو کوي او له همدې کبله باید له روژه ماتې وروسته ډېرې اوبه وڅښل شي، ځکه د روژې په حالت کې د خولې تویېدو له کبله په جسم کې د اوبو کمښت یا ډی هایډرېشن هم کېدای شي.

دغسې حالت کې باید په خوراک کې (توانايي) لرونکي یا غوړ خواړه شامل شي. د دې تر څنګ په خوړو کې د غوښې، مالګې او اوبو مناسب مقدار هم اړین دي.

له ۸ تر ۱۵ ورځې: عادت

درېیم پړاو کې بدن له روژې سره عادت کېږي او د انسان طبیعت عادي حالت ته ګرځي. د کیمبرج پوهنتون اینیستھیزیا او انټینسیو کیئر څانګې ډاکټر رزین معروف وايي، له دې پرته نورې ګټې هم شته:

لومړۍ څو ورځې تر ټولو ډېره لوږه محسوسېږي

عادي ورځو کې موږ له اړتیا ډېرې کالوري کاروو چې له کبله یې بدن د خپل ځان ترمیم په څېر نورو چارو ته فرصت نه مومي. روژه کې دغه مسئله حل شي او د بدن پام نورو فعالیتونو ته اوړي او له دې کبله روژه له بدن سره په بیا رغېدنه او میکروبونو سره مبارزه کې هم مرسته نه کوي.

8018954 142

له ۱۶ تر ۳۰ ورځې

د روژې په وروستیو ورځو کې بدن په بشپړه توګه د لوږې له حالت سره همغږی کېږي. لویه کولمه، ځيګر، پښتورګي او پوټکی دغه مهال د زهرو خونسا کولو detoxification) له بهیره تېريږي.

خو په دې برخه کې له روژه ماتي وروسته د اوبو پر څښلو ډېر تمرکز شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button