د انډيا غوره لیګ یا ای پي اېل سیالۍ شوې

د هند غوره لیګ (آی پي اېل) سیالۍ نن د کابل پر وخت شپږ نیمې بجې پیل شو.
دا د یاد لیګ اتلسم پړاو دی چې، د کلکتې او بنګلور لوبډلو ترمنځ په لوبې کولو سره پیل شو.
د آی پي اېل سیالۍ چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د کرکټ غوره لوبغاړي راټولوي، سږ کال یې د دې سیالیو لپاره ۷ افغان لوبغاړي غوره کړې دي.
د دغو سیالیو په لس لوبډلو کې له پاکستان پرته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي پېرل شوي دي.
راشدخان، رحمان الله ګربز، مجیب ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نوراحمد لکڼوال او کریم جنت هغه افغان لوبغاړي دي چې په دې سیالیو کې اخیستل شوي.
په ۲۰۲۴ کال کې د هند غوره لیګ (آی پي ایل) اتلولي د کولکتې نایټ رایډرز لوبډلې وګټله.
په پایلوبه کې، چې د مې په ۲۶مه نېټه په چنای ښار کې ترسره شوه، کولکتې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.
افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په دې لوبه کې ۳۹ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.