د اوریدلو مرستندویه وسيله کولای شي د عقل د زوال مخنیوی وکړي
هغه مهال، چي اورېدل کم شي، کیدلای شي چې د اورېدولو له مرستندویه وسيلې څخه ګټه واخیستل شي خو د یوې څېړني پر بنسټ دغه وسيله نه یوازې له ښه اورېدولو سره مرسته کوي بلکې کولای شي چې د عقل د زوال مخنیوی هم وکړي
داسې ښکاري چې برتیانوي څېړونکو د عقل د زوال د مخنیوي نسبتا یوه ارزانه او ساده لار پيدا کړې ده، د اورېدولو له مرستندویه وسيلې څخه ګټه اخیستل.
د هغو څېړونو پر بنسټ چی په طبي اوونیزه «لانست» کي خپرې شوې دي، د عقل د زوال خطر د هغو کسانو په پرتله چې د اورېدولو ستونزه نه لري، د هغو کسانو په پرتله چې د اورېدولو توان يې کمزوری وي، د حافظې د ناروغۍ خطر زیات وي.
د عمر په ډېریدو سره، کیدای شي چې عقل هم زوال وکړي او هم د پوره اورېدولو توان له لاسه ورکړي. د «لانست» د خپاره کړي راپور له مخي په ۲۰۵۰م کال کی به نژدې ۱۵۰ میليونه خلک د عقل د زوال په ناروغۍ اخته وي.
په هغه څېړنیز راپور کې چې د «JAMA» په څېړنیزه څانګه کي خپور شوی دی، پکې راغلي دي چې د اورېدولو توان له لاسه ورکول، اته سلنه د عقل په زوال کي رول لري، نو په دې ترتیب د اورېدولو توان له لاسه ورکول د عقل په زوال د اخته کېدولو یو لوی سبب دی.
د یو نوي څېړنیز کار څېړونکي هم په دې اند دي او د عقل د زوال د خطر د کمېدو په اړه د اورېدولو له مرستندویه دستګاه څخه کار اخیستل نسبتا یوه ارزانه لار ګڼي
کار پوهانو د دغه راپور د چمتو کولو لپاره د برتانیا له بیولوژیکي بانک څخه د نژدې ۴۴۰ کسانو مالومات مطالعه کړي. یاد مرکز نژدې د یو میليون کسانو بیولوژيکي او طبي مالومات را غونډ کړي دي.
د دغه څېړنیز کار په دوران کي څرګنده شوه چې نژدې یو پر څلور کسانو د اورېدولو ستونزه درلوده او د دې کسانو ترمنځ یوازي ۱۱.۴ سلنه کسانو د اورېدولو له مرستندویه وسيلې څخه ګټه اخیسته.
په دې څېړونو کي مالومه شوې ده چې د عقل زوال د بېلا بیلو شکلونو د پراختیا خطر په هغو کسانو کې چې د اورېدولو مرستندویه دستګاه یا وسایل يې استعمالول، د هغوی کسانو په پرتله چي د اورېدو مشکلات يې نه درلودل ډېر نه ول.
د عقل په زوال د اخته کېدولو ګواښ په هغو کسانو کې ۴۲ سلنه لوړ و چې سم يې نه شوای اورېدلای او د اورېدلو هیڅ دستګاه يې هم نه کاروله.
پر دې سربېره څېړونکو په دې اړه هم پلټني کړې دي چي ایا نور سببونه لکه: یوازیوالی، ټولنیزه انزوا د خوابدۍ نخښي او نور د اورېدولو توان له لاسه ورکولو او دعقل له زوال سره اړیکه او اغیز لري که نه.
خو څېړنو ښوولې ده چي د ټولنیز او اروايي ژوند ښه والی یو لږ اړیکه د عقل زوال او اورېدولو له لاسه ورکولو سره لري
په دې خاطر څېړونکي داسې ګومان کوي چې د اوریدولو مرستندویه وسيله هغه څه ده چي په یو ډول د عقل د زوال په اخته کیدلو څخه ساتنه کوي.
تر کومه ځایه، چي معلومیږي دا یوازي یوه کتنه ده، لا تراوسه څېړونکي په دې نه دي توانیدلي چي د اورېدولو توان له لاسه ورکول او د عقل زوال له څه ډول بالقوه عصبي میکانیزمونو سره اړه لري.
داسي احتمال هم شته چې ښايي نور سببونه هم په دې برخه کې رول ولوبوي، د مثال په ډول کیدای شي هغه کسان چې د اورېدو له وسيلې څه ګټه اخلي کولای شي په نورو برخو کې هم خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي او په دې ډول د عقل زوال د خطر ګواښونه را کم کړي.
دا لومړنی څېړنیز کار نه دی چي د اوریدولو د مرستندویه وسایلو یا دستګاه څخه د کار اخیستلو له مخي د عقل زوال له ګواښ سره اړیکه لري، خو په ډاډ سره ویلای سو چي د اوریدولو مرستندویه دستګاه په هرصورت هیڅ تاوان نه لري.