د اومېکرون لومړنۍ پېښه په ايران کې تائيد شوې

د ايران د روغتيا وزارت چارواکي ویلې چې په دغه هېواد کې د کورونا ناروغۍ د اومېکرون نوي بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوېد ايران د روغتيا وزارت د ساري ناروغيو د مرکز مشر ښاغلۍ محمد مهدي ویلی چې دغه وګړي له يوه ګاونډي هېواد څخه ايران ته ستون شوی ښاغلي زیاته کړه داسې وېره شته چې ځينې نور وګړي هم په دې ناروغ اخته شوي خو وايي دا ټول تر څارنۍ لاندې دي د کورونا نارړغۍ نوې بڼه اومېکرون دروغتیا نړیوال سازمان د اندېښنې وړ بللی
د کورونا وېروس پېښې په افغانستان کې په دي وروستیو کي زياتې شوې دي خو لا تردې وخته پوري د اومېکرون بڼې د کومې مثبتې پېښې د ثبت کېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شویپه ورته مهال کې په اروپا کې د کورونا وېروس نوې بڼې ګړندي خپرېدو ورځنۍ چارې ګډوډې ګړی او ګڼو حکومتونو نوی محديتونه لګولي دي د هالنډ لومړي وزيرښاغلي مارک روټ اعلان وکړ، چې د کرېسمېس لپاره پر سفر به بنديز سر له يکشنبې پيل شي، ټول غير ضروري دوکانونه، بارونه، ورزش ځايونه، نور عامه ځايونه او ښوونځي به د جنورۍ تر نيمايي پورې بند وي په برتيانيا کې د تېرو څلوريشتو ساعتونو پر مهال د کورونا وېروس له ۹۰ زرو زياتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۱۰ زره يې د نوې بڼې اومېکرون دي
د لندن ښاروال ښاغلۍ صادق خان په پلازمېنه کې د اومېکرون زیات خپرېدل د اندېښنې وړ بللي او زياته کړې يې ده چې تېره ورځ په دې د لندن ښار کې له ۲۶ زرو زیات وګړۍ پر کورونا وېروس اخته شوي چې له امله يې په ځينو برخو کې د بېړنيو خدمتونو کارکوونکي هم دندو ته نه دي ستانه شوي د فرانسې لومړی وزير ښاغلۍ جين کاسټېک اعلان کړی چې د کورونا ناروغۍ اومېکرون بڼه په اروپا کې په تیزۍ سره خپرېږي او داسې اټکل کېږي چې تر راتلونکي نوي کال پورې به يې په فرانسه کې پېښې تر نورو ډېرې شي
نور یی ولوله | د افغانستان وضیعت په اړه اسلامی همکاری سازمان غونډه اسلام اباد کی پای ته ورسیده
دی څرګندونې چې د دغه هېواد له خوا له بريتانيا څخه پر ورتلونکو مسافرينو له بنديز ځو ساعته مخکې وکړې بريتانيا اوس وخت په اروپا کې د اومېکرون بڼې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي. د جمعې په ورځ د ۱۵ زره کسانو د معاينې پايله مثبته راخلتې وه په نوره اروپا کې د عامې روغتيا چارواکي د دغې نوې څپې پر وړاندې چمتوالی نيسي. په جرمني، ايرلنډ او هالنډ کې نوي محدويتونه لګول شوي دي
په جرمني کې تېره ورځ د کورونا ۵۰ زره مثبتو پېښو له ثبتېدو وروسته د دغه هېواد د روغتيا وزير ويلي چې دوی بايد د دې بې سارې ننګونې لپاره بشپړ چمتوالي ونيسي.په ايرلنډ کې چېرته چې د کورونا وېروس له دريو يوه برخه د اومېکرون نوې بڼه ده خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې به د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ريکارډ کچې ته ورسېږي.وروسته له هغه چې فرانسې پر بريتانيا د سفر محدويتونو ولګول د دواړو هېوادونو تر منځ ډور بندر کې ګڼ شمېر موټر ولاړ دي. د فرانسې لومړي وزير دغه بنديزونه د کورونا وېروس د نوې بڼې اومېکرون سره د مبارزې پر وړاندې د نويو ګامونه برخه بللې ده د فرانسې بل پلان دا دی چې د دويم او درېيم ډوز واکسين تر منځ واټن کم کړي. دلته د نوي کال لپاره پر جنشنونو هم بنديز لګول شوی دی په دې وروستيو کې يو شمېر اروپايي هېوادونو له ۱۲ کلونو د کم عمر ماشومانو ته هم د واکسين ورکول پيل کړي دي د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) هم د کورونا وېروس د دې نوې بڼې د بې ساري کچې خپرېدو خبرداری ورکړی دی کورونا اومېکرون بڼه چې تېره مياشت په جنوبي افريقا کې پېژندل شوې وه اوس په ۷۷ هېوادونو کې يې پېښې ثبت شوې دي