نړۍ

د اوکراین جګړې د پایته‌ رسولو لپاره د ټرمپ هڅې؛ مسکو: د امریکا پلان نه‌شي عملي کېدای

د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکايي او روسي چارواکو د مذاکراتو په دوام، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر «سرګئي  ریابکوف» ویلي چې مسکو په اوس وخت کې د امریکا ټول وړاندیزونه نه‌شي منلای.

ریابکوف ویلي چې مسکو د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا د سولې پلانونه جدي ګڼي، خو په وینا یې چې دا طرحې په اوسنۍ بڼه د منلو نه دي او نه‌شي منل کېدای.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر همداراز ویلي چې د اوکراین جګړې په تړاو د امریکا په وړاندیزونو کې د جګړې اصلي سرچینې ته هېڅ اشاره نه ده شوې او هغه مهم مسایل همداسې پاتې دي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په دغو مذاکراتو کې د مسکو پر سست دریځ اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی چې و چې که مسکو د سولې په دې پروسه کې ځنډ وکړي، نو بندیزونه به پرې ولګېږي.

څه موده مخکې د اوکراین جګړې «چې مسکو یې په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات نوموي» په تړاو د سعودي عربستان په کوربه‌توب د امریکايي او روسي لوړپوړو چارواکو ترمنځ خبرې پیل شوې چې دې کار د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي هم غوسه کړی و.

زلنسکي ویلي وو چې له اوکرایني چارواکو له شتون پرته دوی د اوکراین پر سر هر ډول خبرې اترې کومه مانا نه لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button