د اوکراین له ګډون پرته په ریاض کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ مذاکرات پیل شول

اړوند خبرونه:
د اوکراین ولسمشر متحده عربي اماراتو ته لاړ
ویکټور اوربان: اوکراین کولی شي چې د اروپايي اتحادیې لپاره بل افغانستان شي
ریاض کې د اوکراین د استازي له ګډون پرته د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکرایین جګړې په تړاو خبرې روانې دي.
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر مشرۍ پلاوي پر دې غږېږي چې اوکرایین کې جګړه څنګه پای ته رسېدای شي.
دا د روسیې له خوا پر اوکرایین له یرغل راهیسې د روسي او امریکايي چارواکو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې دي.
امریکا وايي دا خبرې اترې د دې لومړی ګام دی چې ایا روسیه د جګړې د پای ته رسولو په اړه “جدي” ده او که نه. روسیې د دې خبرو اترو موخه له امریکا سره د خپلو اړیکو عادي کول بللي دي.
اوکرایین او اروپايي ټولنه دغو خبرو ته نه دي وربلل شوي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ويلي هېڅ داسې هوکړه به ونه مني، چې دوی په کې نه وي.
د روسیې له اړخه په دې خبرو کې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري یوشاکوف برخه اخیستې ده.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي پرون ویلي وو چې د اوکراین له ګډون پرته هېڅ ډول مذاکرات ورته د منلو نه دي.
نوموړي همداراز ویلي چې اوکراین به د افغانستان پر برخلیک اخته شي.