Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه

د اړیکو په ښه والي کې د پاکستان نوي حکومت ته د امیرخان متقي تمه

امیرخان متقي تمه لري چې د پاکستان له نوي حکومت سره به یې اوسنۍ خرابې اړیکې عادي حالت ته راوګرځي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې له طلوع‌نیوز شبکې سره د مرکې پرمهال تمه ښودلې چې د پاکستان له نوي حکومت سره به د طالبانو اوسنۍ ترینګلې اړیکې ښې شي.

هغه په دې مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو تر رژیم لاندې افغانستان د هېڅ ګاوندي هېواد په زیان نه دی او نه به ددې هېواد له خاورې دوی ته کوم ګواښ متوجه شي.

muttaqi2
پاکستان کې پارلماني ټاکنې

طالبان له هر هېواد سره ښې اړیکې غواړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغې مرکه کې همدارنګه زیاته کړې چې سرپرست حکومت د ګاونډیانو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلی متقي په دې هکله وايي:«امیدواره یو چې، د پاکستان له ټاکنو وروسته، د نوي حکومت په راتلو سره به لکه د دوی ځينو لوړپوړو چارواکو چې ځينې مثبتې څرګندونې کړې دي دا وضعیت به نور هم ښه شي، تر ټولو مهمه دا ده چې دواړه لورو ته ډېر غریب خلک مېشت دي، د هغوی اقتصاد، امنیت او سوکالي ډېره مهمه ده او موږ په دې ټولو برخو کې همکاري کړې ده.»

نور ولولئ: تازه؛ متقي وايي چې افغانستان کې د یوناما په شتون کې ځانګړي استازي ته اړتیا نشته

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

نور ولولئ: امیرخان متقي: «ترهګري» او «بشرحقونه» لا هم بې تعریفه پاتې دي

د طالبانو دغه جګپوړی چارواکی له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل سیاسي فشار ګڼي او ټینګار کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور دغه هېواد ته کوم ګواښ نه‌دی.

muttaqi1
پاکستان کې پارلماني ټاکنې او د نوي حکومت رامنځته کېدل

امیر خان متقي څرګندوي:«که دغه خلک د امنیت لپاره ګواښ وای، نو دا خلک خو ۴۰ کاله هلته وو، ولې خطر نه‌وو، که دا خلک د امنیت لپاره خطر وای، هلته خو اوس هم په مېلیونونو خلک شته، هغه ولې ګواښ نه‌دي، دا دلیل نه‌شي کېدای.»

له افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د کومې ستونزې نه پېښېدل

امیرخان متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ډاډ ورکوي چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی او ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې له افغانستانه به هېڅ ستونزه ورته پېښه نه‌شي.

muttaqi3
پاکستان کې جاودنې او بریدونه روان دي چې اسلام اباد یې پړه پر طالبانو اچوي چې ټي ټي پي ته یې افغان خاوره کې ځای ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«له مسکو څخه هم قاصد راځي له بي‌جینګ نه هم راځي د سیمې له نورو هېوادونو هم راځي او دلته په یوه مېز درسره کېني او ګډ مجلس درسره کوي، دا ټولې نړۍ ته یو پیغام دی چې افغانستان د امن کور دی، د ډاډ کور دی سیمه ورسره خوشحاله ده، هغه لېرې پراته هېوادونه چې اندېښنه لري هغه هم باید د دوی پر پله، پل کېږدي؛ هو موږ ویلای شوو، سیمه اوس دې اجماع ته رسېدلې چې له افغانستان سره هېڅ ډول ستونزه نه‌لري.»

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم له ملا فضل الرحمان وروسته د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا حامد الحق او ورسره د ملایانو ډله کابل ته تللي او هلته همدا مهال له طالب چارواکو سره په کابل کې په خبرو بوخته ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button