ځاییکورني خبرونه

د اګست ۱۵ د طالبانو د بیا واکمنېدو ورځ؛ معترضې ښځې خپل حقوق غواړي

نن د اګست ۱۵ د طالبانو د واکمنېدو ورځ او دوه کاله کېږي چې پر کابل واکمني کوي، خو ښځې یې له حقوقو محرومې کړي دي

د اګست د پنځلسمې په درشل کې چې پر افغانستان د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ سره برابره ده، د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو یو شمېر غړو د پلازمینې کابل په ګډون په څو ولایتونو کې اعتراضي لاریونونه وکړل.‌

د ‘ارغواني شنبې ورځو غورځنګ” له خوا نن دوشنبې، د اګست ۱۴مه (زمري ۲۳) د جمهوریت نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنید د دویمې کلیزې په درشل کې، په غزني، بلخ، پنجشیر او تخار ولایتونو کې په سرپټو ځایونو کې لاریونونه وکړل او همدا راز د پنجشير ولايت په بيلابيلو سيمو کې یې شعارونه ولګول.

افغان مېرمنې: موږ نه تسلمېږو او نه بېلېږو

لاريون کوونکو د “افغان مېرمنې هيڅکله نه تسليمېږي او نه بېلېږي”، “موږ به د شهيدانو وينه ونه بخښو”، “موږ زور او جبر ته نه تسليمیږو”، “حق، عدالت، ازادي”، “طالبان قاتلان دي، حکومت یې باطل دی” “ترهګرۍ ته نه او افراطي افکارو ته نه” او “هبت الله، هبت الله، شرم وکړه، بهر راشه” شعارونه ورکړل.

د ‘ارغواني شنبې ورځو غورځنګ’ د مشرې مریم معروف اروین، امریکا غږ ته وویل چې د “طالبانو له ګواښونو، د اعتراض کوونکو د نیولو او وحشیانه شکنجو” سره سره د دې غورځنګ غړي وغوښتل چې د ملیونونو افغانانو غږ پورته کړي، کوم چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې په یوه شکل بندیان دي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د غیر شرعي او غیر انساني تګلارو په وړاندې د اعتراض او نظر څرګندولو حق نلري.

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

نوموړې زیاته کړه :”طالبانو ته د واک د سپارلو د دویمې کلیزې په درشل کې،‌ یو ځل بیا ژمنه کوو ، تر هغه وخته پورې چې د هیواد د ټولو اتباعو حقونه او ازادۍ تامین شوي نه وي، موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. موږ پدې باور یوو چې د طالبانو‌ په واکمنۍ کې، ټول افغانان او په ځانګړې توګه ښځې قربانيان دي.”

هغې د نورو ښځو له اعتراضي خوځښتونو وغوښتل چې د افغان ښځو او خلکو ټول حقونه او هیلې د ښوونځیو او پوهنتونونو تر پرانیستلو پورې محدودې نه کړي، بلکې د طالبانو پر وړاندې د یوه ازاد او دیموکراتیک افغانستان لپاره مبارزه وکړي.

د ‘ارغواني شنبې ورځو غورځنګ’ په اند، په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو او ننګونو یوازینۍ حل لاره د طالبانو د حکومت بدلیدل دی او باید په هېواد کې د خلکو او دیموکراتیکو رایو پر بنسټ یو داسې حکومت جوړ شي چې مدني، مذهبي او فکري ازادي په رسمیت وپېژني او په پای کې ټولنیز عدالت تامین کړي.

د ښځو یو بل غورځنګ هم د طالبانو پر ضد اعتراض کړی

په ورته وخت کې د ‘سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ’ غړو په کابل او پروان کې په سرپټو ځایونو کې اعتراضیه غونډې وکړې. دوی د “مرګ په تروريزم او د هغوی په ملاتړو” او “ښځه، انقلاب، ازادي” شعارونه ورکول.

نور ولولئ: افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

د دغو معترضو ښځو په وینا، د جمهوري نظام له سقوط سره په افغانستان کې د خلکو د ژوند بنسټونه ونړېدل، ډله ییزې او فردي ازادي له منځه ولاړه ،”تیرې او جهالت” یې ځای ونیو.

دا اعتراضونه داسې مهال کېږي چې ښځې له ښوونځیو او پوهنتونو راګرځول شوي او له کار کولو هم محرومې شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button