نړۍ خبرونه

د ایران او سعودي ترمنځ په اوونۍ کې د دریو الوتنو غوښتنه شوې

د ایران رسمي خبري‌ اژانس (ارنا) د دغه هېواد د پراختیايي چارو وزیر مهرداد پذرباش له خولې ویلي چې د سعودي عربستان ملکي هوايي چلن ادارې له خپل ایراني سیال نه رسما په اوونۍ کې د دریو الوتنو ترسره کېدو غوښتنه کړې ده

همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حج په خاطر هم د معمول په څير د الوتنو په باب خبره شوې ده.

ایراني وزیر ویلي چې دا غوښتنه د ریاض او تهران ترمنځ د سیمه ییزو دیپلوماتیکو اړیکو د رغاونې او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ له دیپلوماتیکو اړیکو پیلېدو وروسته شوې ده.

نور ولولئ: ایران او سعودي د اړیکو پر بېرته رغېدو سلا شوي

ټینګار پر دې شوی چې د ایران ملکي هوايي چلن به تر خپله وسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو الوتنو د اسانتيا او ښه والي لپاره هلې ځلې وکړي.

د ارنا د رپوټ له مخې، تهران او ریاض د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې،‌ ټیکنالوژۍ او علومو برخه کې هم د اړیکو د ټینګښت لپاره لېواله دي.

د چین په منځګړتوب د ریاض او تهران ترمنځ اړیکي بېرته پیل شوې

ریاض او تهران تېره میاشت د چین په منځګړتوب د دیپلوماتیکو اړیکو په بېرته پیلولو و د سفارتونو په بېرته پرانیستلو هوکړه وکړه.‌

دغو هېوادونو په ۲۰۰۱ او ۱۹۹۸ ميلادي کلونو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، ټیکنالوژۍ، لوبو او ځوانانو په برخو کې هوکړې لاسلیک کړې وې.

سعودي عربستان اوه کاله مخکې وروسته تر هغه له ایران سره دیپلوماتیک اړیکې غوڅې کړې چې د یوه سعودي مېشت شیعه مذهبي مشر نمر النمر تر اعدامولو وروسته قهرېدلو لاریونیانو تهران کې د سعودي پر سفارت برید کړ.

نور ولولئ: سعودي عربستان عمره کوونکو ته وېزه نه ورکوي

له هماغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا روانه وه.‌

سعودي عربستان چې په سیمه کې ځان تر ټولو قوي سني اسلامي قوت ګڼي او ایران ځان ته د یو ځواکمن شیعه ځواک خطاب کوي، له لسیزو راهیسې پر سیمه د خپل واک او ځواک ډېرولو په سیالۍ کې دي.

خو په وروستیو کلونو کې په منځني ختيځ کې د نیابتي جګړې له کبله دواړوه هېوادونه لا ډېر ترینګلي حالت ته رسېدلي دي خو اوس بيرته د چين هېواد په منځګړتوب يو له بل سره سلا شوي او د ډيپلوماتانو ليږد راليږد پيل شوی دی.

دا چې څومره کولی شي موجوده ترينګلتيا په دوامداره سوله بدله کړي د دوی په ګډو موخو پورې تړلې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button