اقتصاد او سوداګري

د ایران او هند تر منځ د ۱۰ کلنې موافقې لاسلیک

اړوند خبرونه:

پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونو کې د چابهار بندر هم شامل شو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې تهران او ډیلي د چابهار بندر لپاره د همکارۍ ۱۰ کلنه موافقه لاسلیک کړې او دواړه هېوادونه د دې همکارۍ پر دوام ټینګار کوي.

عباس عراقچي وویل، هند به له امریکا سره مشوره وکړي، څو د چابهار بندر د معافیتونو د دوام امکان وسنجوي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې په وروستیو ورځو کې وویل چې د امریکا له بندیزونو څخه د ایران چابهار بندر د معافیت به پای ته ورسوي.

د امریکا مخکینیو حکومتونو د افغانستان له جمهوري حکومت سره د مرستې په خاطر د ایران چابهار بندر د امریکا له بندیزونو استثنا کړی و.

د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر چابهار بندر د ایران لپاره مهم وباله او ویې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او هند په دې بندر کې د همکاریو د دوام لیوالتیا لري.

هغه زیاته کړه:

«چابهار د هند سمندر ته یو مهم بندر دی، چې ایران او هند سره نښلوي.»

د روان کال د ثور په ۲۴مه، ایران او هند د چابهار بندر د پراختیا او مدیریت لپاره یو لس کلن تړون لاسلیک کړ.

دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د دې اوږدمهاله تړون موخه د سیمه‌ییزو اړیکو پراختیا او سوداګري اسانتیاوې دي، په ځانګړې ډول د هند، ایران او افغانستان ترمنځ.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button