سیمه

د ایران بهرنیو چارو وزارت: افغانستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پلان نشته

اړوند خبرونه: 

متقي له عراقچي سره په لیدنه کې؛ د کابل او تهران تر منځ د اوبو مسئله هېڅ خنډ نه ده

د ایران ولسمشر: له افغانستانه د اوبو د حق د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوو

طالبانو په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، نن (دوشنبه) په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی ته افغانستان ته د ولسمشر د سفر په اړه کوم پروګرام نه دی ابلاغ شوی. دا په داسې حال کې ده چې د ایران نوي ولسمشر، مسعود پزشکیان، له دې وړاندې کابل ته د سفر لپاره خپله لېوالتیا ښودلې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: “هغه څه چې مطرح شول، د ایران د اسلامي جمهوریت لېوالتیا او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او ورورګلوۍ د سیاست پر دوام ټینګار و.” د نوموړي په وینا، په رسنیو کې خپاره شوي خبرونه په دقیقه توګه نه دي منعکس شوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مدیرانو سره په یوه ناسته کې ویلي و چې د ګاونډیو هېوادونو، د افغانستان په ګډون، سره د اړیکو پراختیا یې د بهرني سیاست لومړیتوب دی. ښاغلي پزشکیان ویلي و چې چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان سره د ایران په اړیکو کې یو نوی باب پرانیزي.

که دا سفر ترسره شوی وای، نو دا به د طالبانو د نږدې څلور کلنې واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د یوه ولسمشر لومړنی احتمالي سفر ګڼل کېده، په داسې حال کې چې ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا هم ولولئ:  خواجه اصف: پر ډیورڼد فرضي کرښه دې ټول نړیوال قوانین پلي شي

د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه د ایران دریځ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو د ادارې د په رسمیت پېژندلو په اړه وویل: “هرکله چې یوې پایلې ته ورسېږو، اعلان به یې کړو.” دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه له روسیې پرته د نړۍ هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

له طالبانو سره د ایران نږدې اړیکې

سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دوی سره نږدې اړیکې لري. په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل کابل ته سفر کړی او د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو سرپرست په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په وار وار ایران ته سفرونه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې تل له پیچلتیاوو سره مل وې. د هلمند د اوبو پر سر شخړه او د ایراني ډیپلوماتانو وژنه په تېر کې د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ سبب شوې وه، خو په وروستیو کلونو کې بیا هم دواړو لورو هڅه کړې چې خپلې اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ پراخې کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button