سیاستسیمه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سبا هند ته ځي

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیاتوالي سره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به سبا نوي ډیلي ته سفر وکړي، ترڅو د ایران او هند د ګډ کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقاعي په یوه بیان کې وویل چې عباس عراقچي به سبا (پنجشنبه، د غویي ۱۸مه) په نوي ډیلي کې د ایران او هند د ګډ کمیسیون په غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازیتوب وکړي.

دا غونډه یوازې یوه ورځ وروسته له هغه ترسره کېږي چې هند د پاکستان د خاورې په ځینو برخو توغندیز بریدونه وکړل، چې له امله یې د اسلام‌اباد سخت غبرګون وښود.

ایران په خپله برخه کې اعلان وکړ چې چمتو دی د خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

عباس عراقچي مخکې اسلام‌ااد ته سفر کړی و، او د سیمې د وضعیت په اړه یې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وې. د دې سفر پر دوام ، هغه ټینګار وکړ چې ایران، د یو ګاونډي هیواد په توګه، غواړي د نوي ډیلي او اسلام‌ااد ترمنځ تفاهم رامنځته کړي او تاوتریخوالی کم کړي.

عراقچي وویل، چې ایران چمتو دی له ښه نیت سره د هند او پاکستان د نږدې کولو لپاره هر اړین رول ولوبوي. هغه ټینګار وکړ چې د سویلي اسیا په سیمه کې ثبات او سوله د تهران لپاره تر ټولو لوړ لومړیتوب دی.

په وروستیو لسیزو کې د هند او پاکستان دواړو سره د ایران اړیکې په مختلفو سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پراخې شوې دي. د کشمیر او د پولې هاخوا بریدونو په اړه د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته، په سیمه کې د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ د پراخې شخړې د احتمال په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button