سپورټ

د ایران لوبډلې افغانستان ته په فوټبال کې ماتې ورکړه

د ایران د فوټبال ملي لوبډلې افغانستان ته د ګولونو په ورکولو سره په لوی توپیر ماته ورکړي ده

ایران د لوبې له پیله د ګول وهلو سخته هڅه وکړه تر دې چې د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې یې د افغانستان خلاف لومړی ګول وکړ، وروسته ایرانۍ لوبډلې د لوبې تر نیمايي په کم وخت کې د افغانستان پر وړاندې ۴ ګولونه ووهل خو افغانستان لا کوم ګول نه درلود.

ایران چې وار له مخه یې د پیاوړي لوبې اټکل کیده د لوبې له غځیدو سره لا ګولونه ډېر کړل تر دې چې دا لوبه یې د ۶-۱ په لوړ توپیر وګټله.

افغانستان له یوه ګول وهلو وروسته نور ګولونه ونه وهل

پداسې حال کې چې ایران پنځه ګولونه وهلي وه افغان لوبغاړي فرشاد نور د لوبې په ۵۷ دقیقه کې د افغانستان په ګټه لومړۍ ګول وکړ.

دا د افغانستان لخوا یوازینی ګول شو او افغان لوبډله بیا تر پایه د کوم بل ګول پر وهلو بریالۍ نشوه. له ایران سره په لوبه کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په خپل اصلي سره رنګ لباس کې لوبیږي

د افغانستان او ایران تر منځ د فوټبال لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۷:۳۰ د قرغېزستان پلازمینې بېشکک په دولن امورزاکوف لوبغالي کې پیل شوه.

نور ولولئ: ځوانې افغان فوټبال لوبغاړی بریتانیا ته ورسېدې

دا د مرکزي اسیا د ملتونو جام د لومړي پړاو سیالیو په چوکاټ کې د افغانستان دویمه لوبه ده.

په نننی لوبه کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې سرې جامې او د ایران سپینې ورزشي جامې پر تن وې.

دا هم ولولئ:  اسپانیا د ښځینه فوټبال لولډلې نړیوال جام د ځان کړو

افغانستان له دې وړاندې لوبه هم بایللي وه

افغانستان له دې وړاندې په دې ډول لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه له قرغېزستان سره کړې وه او افغانستان یو -صفر بایللي وه.

خو په دې ډول سیالیو کې دا د ایران لومړۍ لوبه وه چې په ښه مورال یې وګټله.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ګول ساتونکو روزونکي حمیدالله یوسفزي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل “افغان لوبغاړو له قرغیزستان سره لوبه هېره کړې او په وینا یې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ایران سره لوبې ته ښه چمتو ده.”

ایران د افغانستان پر تله ډېرې نړیوالې او سیمه ییزې سیالۍ کړي او د افغانستان پرتله د لوبو ډېرې تجربې لري ځکه نو افغان روزونکي په دې خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې ایران ته د باتجربه لوبډلې په سترګه ګوري خو د هغه په وینا افغان لوري لوبې ته بشپړ چمتوالی نیولی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button