د ایران ولسمشر: د افغانستان ثبات له خپلو ګټو سره سم ګڼو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان ثبات له خپلو ګټو سره سم ګڼي.
پزشکیان پنجشنبه د مرغومې پر ۲۷مه دوشنبه ته د خپل سفر پرمهال زیاته کړې چې نوموړي د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان په تړاو « مذاکره» کړې ده.
هغه همداراز ویلي چې له افغانستان سره په پولو کې امنیتي تدابیر خورا مهم دي.
مسعود پزشکیان زیاته کړې ده: «افغانستان زموږ په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی، او موږ د دغه هېواد وده او ثبات له خپلو ګټو سره سم ګڼو.»
د یادونې ده چې تاجکستان په وار وار د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په هکله اندېښنه ښودلې ده.
دې سره جوخت، طالبانو څه موده مخکې ویلي و چې له تاجکستان سره د سیاسي اړیکو د جوړېدو په هڅه کې دي، خو دوشنبه تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
ایران بیا له طالبانو سره رغنده ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو تاجکستان لا تر اوسه له دغې ډلې سره سیاسي راشه درشه نه ده لرلې.