نړیوال خبرونه

د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

د افغانستان لوېديځ کې د زلزلې راپورونه ورکړل شوي چې وايي مرګژوبله يې اړولې او له امله يې ځينې کورونه هم نړېدلي دي. د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې په زلزله کې “لږ ترلږه ۱۲ کسان وژل شوي” دي.

چارواکو تراوسه د مرګژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی. د امريکا د جيولوژيکې سروې ادراې ويلي، زلزله د افغانستان لوېديځ کې د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو په ۴۱ کیلومترۍ کې شوې ده. زلزله د ريختر په کچه ۵.۳ درجې ښودل شوی دی.

نور یی ولوله | احمد مسعود او اسماعیل خان د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره ایران کې کتلي

د پژواک خبري اژانس د بادغيس قادس د ولسوال محمد صالح پردل له خولې وايي، په دې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د څو کورونو جتونه غورځېدلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې يو شمېر کسانو ته مرکژوبله اړولې ده.

ويل کېږي زلزله دومره زوروره وه چې د ايران ختيځ مشهد کې يې هم ټکانونه محسوس شوي دي. په ټولنيزو رسنيو خپريو شويو عکسونو او ويډيوګانو کې د دې زلزلې له امله پېښ شوی ويجاړی ليدل کېږی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button