ژوند او ټولنه

د ایډز له ناروغ سره د ژوند کولو لارې چارې

د اېچ ای وي یا اېډز ناروغۍ له ناروغ سره د ژوند کولو په هکله ځینې ټکي شته چې باید پام ورته وشي

د اېچ ای وي یا اېډز نیولي کس د څارنې لپاره تر ټولو غوره ځای خپل کور یا له هغو کسانو سره ژوند دی چې له ده سره مینه لري.

په ټوله نړۍ کې ډېر خلک له دې ناروغۍ سره ژوند کوي او تر اوږد مهاله یو کارند او ګټور ژوند درلودلی شي.

که د مېړه یا مېرمنې، کورنۍ یا ملګري په توګه له اېچ ای وي یا اېډز نیولي کس سره ژوند کوئ، لندې ټکو ته پام وکړئ.

پرلپسې د اېډز نیولي کس له ډاکټر سره ایکه ولرئ، چې د ناروغ له اړتیا وړ څارنې او د درملنې له وروستیو پړاوونو خبر شئ.

نور ولولئ: د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ؛ دا ناروغي څه ډول ناروغي ده؟

اېچ ای وی وایروس د هوا، خوړو، اوبو، قاشوغې، لوښي، پیالې، کېناستلو، ټټۍ یا تشناب، خځندو، کورنیو ژویو او هغه هغه شي له لارې چې د اېچ ای وي نیولي کس په وینه، مني، د مهبل ترشخاتو، یا د تي شیدو باندې ککړ نه وي، بل کس ته نه ځي.

تاسو د اېچ ای وی یا اېډز نیولی کس په متیازو( تشې یا غټې) کانګو، د پوزې اوبو، لاړو او خولې له لارې په دغه ناروغۍ اخته کېدلی نه شئ، خو په دې شرط چې د هغه په وینه ککړې یا اخښلې نه وي.

له ناروغ سره مرسته کوی، خو څنګه؟

تاسو که په خوراک، جامو اغوستلو او ان متیازو او حمام کولو کې له ناروغ سره مرسته کوئ، پر اېچ ای وي ویروس د اخته کېدلو له ګواښ سره نه مخ کېږئ.

د اېچ ای وی یا اېډز نیولي کس لاس نیول، غېږ کې نیول، مساجول او له هغه سره هر ډول تماس تاسو ته خطر نه لري، ان د ناروغه د عاطفي ملاتړ لپاره یې سپارښت کېږي.

اېچ ای وي یا اېډز نیولی کس د بدن کمزوري دفاعي یا خوندیتوب سیستم لري، ځکه له هغه سره له تماس مخکې خپل لاسونه ومینځئ چې نورې ناروغۍ ور نه شي.

نور ولولئ: د کانګو ناروغي: کابل کې اته کسان مړه شوي

که ستاسو د بدن کومه برخه تېره لاسونه ټپي وي، له اېډز نیولي سره د تماس پر مهال اړین تدابیر ولرئ، چې تاسو یا هغه له ګواښ سره مخ نه شئ.

که والګي یا انفلونزا نیولي یاست، څه مهال له اېچ ای وي نیولي کس لرې اوسئ، ان کله کله د دوی بدن له زوکام یا والګي سره هم مقابله کولی نه شي.

له کومو شیانو سره باید احتیاط وشي؟

چاکو، مسواک، وېښته اېستونکی، نوک نوسی یا ناخونګیر، غوږوالۍ یا بل هر څیز چې پر وینه د ککړېدلو امکان یې وي، له اېچ ای وي نیولي کس سره یې ګډ مه کاروئ.

د ناروغ جامې له خپلو کالیو سره یو ځای مینځلی شي، خو که وېرېږي چې د هغه په وینه یا د بدن نورو مایعاتو به ککړ وي، نو له ځوښ اوبو او سابون کار واخلئ.

له اېچ ای وي سره اړوند خورا مهمه خبره، د ټولنې او کورنۍ منل دي. دا ناروغي یواځې له جنسي اړیکې، پیچکارۍ او د مور له لارې بچي ته لېږدول کېږي.

اېچ ای وي یا اېډز نیولی کس باید له ټولنې سره یو ځای کېدلو ته وهڅول شي. دوی مهرباني ته اړتیا نه لريو بلکې یو ډول چلند ته اړتیا لري او د ټولنې ټول وګړي د دې ناروغۍ په کنټرولولو کې اغېز لرلی شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button