لوبې

د ای پي ایل د نشر حقونه په ۴۴۰۷۵ کروړه روپۍ خرڅ شول

ای پی ایل یا د هند سوداګریز لیګ لومړی ځل وپلورل شو

د ای پي ایل یا هند تجارتي لیګ د نشر حقونه (ټلویزیوني او ډیجیټل) په لومړي ځل په ډېره لوړه بیه باندې د بولۍ له لارې خرڅ شول، چې په ۴۴۰۷۵ کروړه هندي کلدارو باندې خرڅ شوي دي.

د هند کرکټ بورډ د جون په ۱۲مه نېټه په انلاین بڼه د ای پي ایل د لوبو د نشر حقونه د ټلویزیون او ډیجیټل دواړو برخو لپاره بولي پیل کړې وه، چې نن دغه حقونه خرڅ کړای شوي دي.د ای پي ایل د لوبو د نشرولو حقونو ترلاسه کولو لپاره د هند او د نړۍ مشهورو شرکتونو ترمنځ بولي روانه وه، چې دا حقونه د پنځه کلونو لپاره ورکول کېده.

 

نور یی ولوله | شپږیزه: نبي به د ګربز او اصغر به د حمزه تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبېږي

نور یی ولوله | د شپږیزې د ۸ لوبډلو بشپړ نوملړونه

 

د ای پي ایل ټلویزیوني حقوق د سټار سپورټس په نوم ټلویزیون واخیستل او همدا راز ډیجیټل حقوق یې بیا د ویاکام په نوم یو شرکت اخیستي دي.د ای پي ایل لیګ د ورزشي لیګونو په برخه کې دویم لیګ شو، چې د یوې لوبې د نشر حقوق یې په ډېره لوړه بیه پلورل شوي دي.یعنې د ای پي ایل د یوې لوبې د نشر حقوق په شاوخوا ۱۰۷ کروړه هندي روپۍ باندې پلورل شوي دي.

ای پی ایل په لومړي ځل په 10 کلونو کې د 2 کروړه روپیو څخه ډیر وپلورل شو

د ای پي ایل حقونه په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې د لس کلونو لپاره په څه دپاسه ۸۰۰۰ کروړه هندي روپۍ پلورل شوي و، خو د دغه لیګ شهرت ته په کتلو سره ورځ تر بلې پکې پېسې له حده زیاتېږي.ځکه که مونږ اوګورو نو دغه لیګ د بل هر یو لیګ څخه ډېر شهرت لري او د نورو لیګونو په پرتله ېې مینه وال هم زیات دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button