هنر او ادب

د بالیووډ یا هندي فلمونو مخکښ ستوري

څو فلمي ستوري دي چې د بالیووډ پر سینما راج چلوي او خلک یې هم خوښوي

هند له بالیووډ سینما او فلمي صنعت په میلیاردونو روپۍ لاسته راوړي او دغه هنر یې دومره غوړېدلی چې له امله یې فلمي ستوري او په دې برخه کې نور کارکوونکي یې هم میلیونران او میلیادران کړي دي.

خو په دغه فلمي ستورو کې یې یو څو تنه ډېر مخکښ دي چې هم د فلمي نړۍ په ډګر کې مینه وال لري او هم د بالیووډ سینما پر ټولو خواوو راج چلوي.

لومړی شارخ خان دی

شارخ خان د ۱۹۶۵ کال د اکټوبر میاشتې ۲مه په نوي ډهلي کې زېږېدلی دی. نوموړی له داسې کورنۍ نه دی چې په فلمي ډګر کې دې سابقه ولري، بلکې دی په خپله له یوې غریبې کورنۍ بالیووډ سینما ته راغی او په خپل همت او سخت کار کولو یې تر دې ځایه ځان ورساوه.

afghan (33)
د بالیووډ سینما ستوري 

شارخ خان خپل لومړی رول د (دل داریا) په نوم ټلویزوني ډرامه کې ولوباوه. بل ځل یې په یوه بل فلمي سریال (پوځي) کې رول واخیست چې ناڅاپي یې د خلکو پام ځان ته ور واړوه او په خلکو کې مشهور شو. له هغه وروسته یې په ګڼو سریالونو او ډرامو کې کار وکړ، خو په داسې شکل چې خلکو یې اداکاري ډېره خوښوله.

نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

نور ولولئ: د بالیووډ ځینې رومانټیک فلمونه

نور ولولئ: د هنر نړۍ؛ د بالیووډ هغه فلمونه چې میلیونونو خلکو انلاین کتلي

د شارخ خان لومړی فلم (دیوانه) دی. د هغه مشهور فلمونه (راجو بن ګیا، ډار، کاهي هن کبي، زمانه دیوانه، چمکتار) او څو نور دي.

شارخ خان په دې ډګر کې زیات مډالونه او ایوارډونه هم تر لاسه کړي دي.

شارخ خان هغه څوک دی چې بالیووډ سینما ورباندې ویاړ کوي.

سلیمان خان او د هغه هنر

د سلیمان خان بشپړ نوم (عبدالرشید سالم سلیمان خان) دی چې د ۱۹۶۵ کال د ډسمبر په ۲۷مه نړۍ ته راغلی دی. هغه د بالیووډ په بهايي (وروره مشهور دی. د سلیمان خان لومړی کار په بیوی هو تو اسی فلم کې پیل کړ.

سلیمان خان په لومړي فلم کې دومره شهرت تر لاسه نه کړ، خو کله چې یې ( مین پیار کیا) فلم د سینما پر پرده وښودل شو، نو دغه فلمي ستوري په ټول هند کې غوغا جوړه کړه.

په بالیووډ سینما کې نور ډېر اداکاران او ښځینه اداکارې دي چې د هند په فلمي صنعت کې به د خپل هنر پر مټ پېړۍ، پېړۍ د خلکو په زړونو کې وي او هنر به یې خلک ستایي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button