نړیوال خبرونه

د بایډن لخوا دکرونا ویروس لپاره د نوی ستراتیژی اعلان

د امریکا ولسمشر جو بایډن په هېواد کې د واکسینو ورو بهیر چټکولو او د کووېډ-۱۹ ناروغۍ زیاتېدونکو پېښو کنټرول لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې چې تر ۱۰۰ میلیونه پورې کسان به واکسین کولو ته وهڅوي.

په هغه هېواد کې په چټکۍ د خپرېدونکې ډېلټا بڼې له وجې پېښې په زیاتېدو دي. بایډن بېګا د سېپټېمبر پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې پر شاوخوا ۸۰ میلیونه هغو امریکایانو انتقاد وکړ چې تر اوسه یې واکسین نه دي کړي.دا په داسې حال کې ده چې په هغو خلکو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې، په روغتونونو کې یې بسترېدل او له ناروغۍ یې مړینې په زیاتېدو دي چې واکسین شوي نه دي.

20210911 154640

بایډن د وایرس د کنټرول لپاره شپږ اړخیزه ستراتیژي اعلان کړې چې ورسره سم، هغه ادارې او شرکتونه چې تر ۱۰۰ زیات کسان پکې کار کوي، باید ټول کارکوونکي یې واکسین شي او یا به هره اوونۍ د وایرس لپاره ټېسټ کوي.

د وایټ هاوس له اټکل سره سم، د دې امر له وجې به په شخصي څانګه کې تر ۸۰ میلیونه زیات کسان تر پوښښ لاندې راشي.او دې سره به ویروس په اړه کوښښونه نور همتېز شي.

د ولسمشر د ستراتیژۍ بله برخه د ټولو وفاقي کارکوونکو او قرادادیانو لپاره واکسینېدل لازمي کول دي. تر دې مخکې به هغو کارکوونکو کولای شول چې د واکسین پر ځای مسلسل ټېسټونه وکړي او کار ته ولاړ شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button