نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د بحران نړیواله ډله: امریکا دې په تدریجي ډول د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پرانیزی

 افغانستان افغانستان

د بحران مخنیوي نړیواله څېړنیزه ټولنه ویلی  داسې نه څرګندیږی  چې اقتصادي فشار به د طالبانو تګلاره بدله کړې. دا ټولنه وړاندیز کوي چې واشنګټن باید په تدریجي  توګه  د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني پرانیزی  او لومړی قسط یې د ازمایښت په ډول ورکړي.

د دې ټولنې په رپور  ویل شوي په دې هېواد کې اقتصادي  کړکیچ د طالبانو له واکمنۍ  څخه وروسته د افغانستان ملاتړ کوونکو هېوادونو له اړخ  دمرستو ردولو پایله ده. رپور  زیاته کړی  دا په داسې مهال کې  چې همدغه  هېوادونو له لومړي سره هلته داسې حکومت ایجاد کړی چې په سختۍ سره به  مرستی وشی . له بېړنۍ  مرستو  له اړخ په افغانستان کې د بشري کړکیچ  مخنیوي  تر سرلیک لاندې رپور  کې دا ټولنه واييړاقتصادي بندیزونه به هغه افغانان ته  ډېر زیان ورسوی.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

 چې وار له مخه له سخت کړاو او ستونزو سره مخامخ دي. په راپور کې زیاته کړی د افغان دولت د پرځیدو  له امله  د لوېدیځو هېوادونو اعتبار ته زیان رسیدلی  چې د ګډوډۍ پر مهال  د پر شاتګ له امله  داغي شوی. رپور  کې راغلی  چی  له افغانستان سره بېړنۍ مرستی  بسنه نه کوي بلکې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره یې جګړه کړې  باید اوس مهال  پرېکړه وکړي چې د افغان دولت له پرځیدو  او ټولیزې لوږې د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د روغتیایی، پوهنې او لومړنیو خدمتونو برخه کې  وکړي.

بحران ډله وايي په افغانستان کې اقتصادي کړکیچ  په لومړي سر  د ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو له واکمنې څخه  وروسته د افغانستان ملاتړو هېوادونو له اړخ  د مرستو ردولو  له امله ده او دا په داسې مهال  کې چې دوی په لومړي سره کې په ۲۰۰۱ کال یو داسې حکومت رامنځته کړی  چې په سختۍ یې پر مرستی تکیه وو.

رپورونه وایی  مرستندویه هېوادونو سملاسي د طالبانو له نوي حکومت  سره له مرستو څخه  ډډه کړی او هغه پیسې یې تړلی چې غیر نظامي کارکوونکو ته او یا د دولتي ادارو د لګښتونو لپاره ورکول کېدې. همدغه رنګه  افغانستان شتمنۍ کنګل کړې او اجازه یې ورکړه  چې له وړاندی  پر طالبانو بندیزونه  هم پر افغانستان ولګییږی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button