د بدن جوړونې اتل علي بلال له پیټرزبورګ پرو سیالیو ډک لاسونه ستون شو

د افغانستان د بدن جوړونې اتل علي بلال یو ځل بیا په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ ځلا وکړه. نوموړي د “پیټرزبورګ پرو ۲۰۲۶” سیالیو کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.
دغه نړیوالې سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د مخکښو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې، چې پکې علي بلال د خپل غوره فزیک، چمتووالي او مسلکي فعالیت له امله د سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ ځانګړی حضور درلود.

د بدن جوړونې اتل علي بلال یو ځل بیا نړیواله ځلا وکړه
د سیالیو په پای کې د امریکا لوبغاړي “کایرون هولډن” لومړی مقام ترلاسه کړ، خو علي بلال وکولای شول د دویم مقام په خپلولو سره د افغانستان نوم یو ځل بیا په نړیوال ډګر کې روښانه کړي.
د بدن جوړونې اتل علي بلال تر دې وړاندې هم په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې دي. نوموړي مخکې د “نیویارک پرو” سیالیو اتلولي هم ګټلې وه، چې د افغان سپورټ مینهوالو له لوري یې پراخ هرکلی ترلاسه کړی و.

علي بلال د افغان بدن جوړونې مخکښ څېره بلل کېږي
علي بلال په وروستیو کلونو کې په ګڼو نړیوالو مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې او د خپلو پرلهپسې ښو پایلو له امله د افغان بدن جوړونې له مخکښو او پېژندل شوو څېرو څخه شمېرل کېږي.
تمه کېږي چې د نوموړي وروستۍ لاسته راوړنه به د افغانستان د بدن جوړونې ورزش ته لا ډېره پاملرنه راجلب کړي.




