ژوند

د بدن د خالونو په هکله نوې څېړنه څه وايي؟

د لندن د کېنګ کالج محقـقان وايي، د چا په وجود کـې چې څومره ډېرخالونه وي په همغه اندازه هغه خاصې بيالوژيکي نښې لري

دا نښې د وجود، د زړېدو بهير ټکنى کوي. د دې ډي ان اې خاص ډول، چې د وجود د زړېدو بهير له شپږو نيولې تر اوو کلونو پورې شاته غورځوي، په هغو کسانو کې چې وجود يې له سلو زيات خالونه ولري ډېر ليدل کېږي.

په وجود کې سل خالونه تراوسط زيات دي ځکه چې يو سپين پوستى انسان په متوسط ډول دېرش خالونه لري، که څه هم داسې کسـان شته چې وجود يې تر څلور سوو پورې خالونه لري.

ولې يو شمېر کسان په خپل وجود کې لږ خالونه لري او يو شمېر نور زيات؟

همدې څېړونکوپه خپله يوه پخوانۍ څېړنه کې ويلي و چې په وجود کې د خال د لرل ميراثي دى چې په ارثي بڼه له والدینو اولادونو ته انتقالېږي او ولدینو نښې یې په اولادونو کې هم وي.

د کېنګ کالج محققانو د دې څېړنې لپاره د لسوکالو په ترڅ کې له ١٨ نيولې تر ٧٩ کالو پورې پرن ژدې ١٨٠٠ ښځو مطالعې کړې دي.

د دوى په څېړنو کې نور څه ويل شوي دي؟

په وجود کې د خال د لرلو استعداد، د هغو څو ناروغيو په برخه کې هم صدق کوي چې له زړښت سره ارتباط لري لکه د زړه ناروغۍ يا هم د هډوکو د ورستېدو مرض. خو د کېنګ کالج په مطبوعاتي اعلاميه کې د محققانو د ډلې د مشرې ويروُېنک باتايلي له قوله ويل شوي دي چې د دې کشفياتو دتاييد لپاره نورې څېړنې هم په کار دي.

نور ولولئ: په سینګار کې د رنګونو کارول ناروغۍ پیدا کوي

د خال په برخه کې نظـريات بېلابېل دي، څـوک يې د وجود لپاره مضر ګڼي او څوک يې د ښکلا نښه بولي خو دا هر څه د خال په لويوالي او موقعيت پورې اړه لري. په سلو کې نوي خالونه د سرطان د زېږولو خصوصيت لري او ځکه ډاکټران تل هغو کسانو ته چې په خپله کورنۍ کې د پوستکي د سرطان سابقه لري مشوره ورکوي چې بايد په دوامدار ډول د پوستکي د ډاکټر تر نظر لاندې وي.

خو زموږ په ټولنه کې بیا ځینې خلک دا ډول خالونه د بخت نښې بولي.

له هغو خالو سره چې رنګ اوبڼه يې بدلېږي ډېر احتياط په کاردى او هغه خالونه چې وېښته لري ښايي درد ولري خواکثراً بې ضرره وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button