کورني خبرونه

د برتانیا دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو ښکاره کول بشری تېروتنه بللې

 افغانستان  افغانستان

د برتانیا دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو  ښکاره کول  انساني تېروتنه بللې د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي د هغو افغان ژباړونکو د برېښناليک ادرسونه چې د بريتانوي ځواکونو لپاره يې کار کاوه او معلوم  شوي  له امله يې چا ته د زيان رسېدو په تړاو  معلومات نشته .

د دفاع وزارت وروسته له هغه څیړنی  پيل کړه چې د څه باندې درې سوه وګړو  برېښناليکونه چې غوښتل يې بريتانيا ته لاړ شي په تېروتنې سره د دغه وزارت په برېښنا ليک کې لیږل  شوي . څیړنی چې اوس بشپړې شوې دا انساني تېروتنه بللی. څېړنو موندلې چې د کارکوونکو ښې روزنې کولی شی  د دې تېروتنې مخه ونيسي. د بريتانيا د کارګر ګوند د دفاع د اپوزېسيون وزير جان هيلی ويلي چې د دفاع وزير بايد د دغه  تېروتنو مخه ونيسي ښاغلی  زياته کړې چې دا په تېرو نهو مياشتو کې د استخباراتو پنځمه سخته  سرغړونه ده.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 او اوس مهال دی دفاع وزير خپل کور تنظيم کړي. د بريتانيا د دفاع وزير بېن والس  ويلي څه باندې اووه زره هغه وګړی  او کورنۍ يې چې په افغانستان کې يې د بريتانوي حکومت لپاره کار کړی په بريا سره په بريتانيا کې مېشت شوي او په افغانستان کې د پاتې وګړو  د ايستلو لپاره  هڅې روانې دي. بريتانيا د هغو افغانانو لپاره د ايستلو پروګرام پیل کړی و چې د بريتانيا لپاره يې کار کړی و او د طالبانو له اړخه  د دوی د کار له امله له ورته  ګواښ شوی . ښاغلي والېس ويلي چې د عملیاتو د فشار او د کار د چټکوالي له امله د کافي روزنې لپاره

ډیر  وخت نه وو نو دغه تیروتنی شوی. دا د دې لامل  شو چې د ټيم ځينو غړو کافي تجربه او روزنه نه وه  لاسته راوړی . څیړنو ښودلې چې د دغو وګړو کړنې قصدي نه وې او هغو وګړو چې تېروتنې يې کړې نورو څانګو ته هم  لېږدول شوي .

افغانستان کی میشته وګړی  چی د برتانیا حکومت  سره  کارکونکی وو  د طالبانو  له اړخ ګواښ ورته کیږی او کورونه ژر  تر ژره  بدلوی او ژوند یی ډیر په خطر کی دی د برطانیه حکومت څخه غوښتنه کوی چی  په بیړه د افغانستان څخه برتانیه  ته ستانه شی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button