هنر او ادب

د بریتانیا موزیم کې د غلا پېښې له امله د موزیم مشر دنده پرېښوده

د یاد موزیم یوه کارمند غلا کړي ده، مشر یې هغه له دندې ایسته او خپله یې هم دنده پرېښوده

له هغه وروسته چې په لندن کې د بریتانیا موزیم مسوولینو وویل، یو کارکوونکی یې د غلا او زیان اړولو په تور له دندې ګوښه کړی، اوس د دې موزیم مشر هارټویګ فیشر ویلي، دنده پرېږدي.

یاد موزیم مسوولینو اونۍ مخکې ویلي و، د لسګونو ګرانه بیه تاریخي اثارو د غلا او زیان اړولو په تور یې یو کارکوونکی کس له دندې ګوښه کړی دی. د موزیم مسوولینو دا هم ویلي و، چې د یاد کس پر ضد به قانوني اقدامات وکړي.

غلا شوي توکي ګرانه بیه ګاڼې دي

د ډېری غلا شویو اثارو په هکله ویل کېږي، چې له ۱۵ تر ۱۹ پورې پېړیو اړوند دي، ډېری یې ګاڼه او ګرانه بیه ډبرې دي، چې نندارې ته نه وو وړاندې شوي، بلکې یوازې د موزیم په زېرمتون کې ساتل شوي وو.

په لندن کې د اقتصادي جرائمو مخنیوي پولیسو مشر په دې هکله ویلي و، چې دوی د پېښې په هکله پلټنې کوي، خو په وینا یې تر اوسه یې څوک په دې تړاو نه دي نیولي.

بل لور ښاغلي فشر بیا نن په یوه اعلامیه کې ویلي، څرګنده ده چې موزیم د غلا، غدیو په تړاو کال مخکینیو خبرداریو ته هغسې پام نه دی کړی، چې لازم و.

نور ولولئ: په عراق کې ۲۸۰۰ کاله عمر لرونکي ډبرینه لیک‌دړه

د بریتانوي موزیم مشر د هغه کارپوه په هکله خپلې څرګندونې هم بېرته واخیستې او له هغه یې بخښنه وغو

ښته چې لومړی ځل یې بریتانوي موزیم ته د غلا شویو اثارو په هکله معلومات ورکړي وو.

د بریتانوي موزیم مشر هارټویګ فشر له دندې استعفا وکړه

ښاغلي فشر مخکې د هنري اثارو د کارپوه د خبرداري پر وړاندې د بریتانوي موزیم د دریځ دفاع کړې وه او ویلي یې و، چې دې کس ته د نورو معلوماتو لپاره لاسرسی نه کېده.

25british museum cblp superjumbo

د هنري اثارو کارپوه ایټايي ګراډل دوه کاله مخکې د بریتانوي موزیم مسوولینو ته خبرداری ورکړی و، چې د موزیم یوه کارکوونکي له موزیمه تاریخي اثار غلا کړي دي.

ډاکتر ګراډل تېره اونۍ د موزیم مشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي و: ”دا ادعا چې ګواکې ما د موزیم په هکله معلومات پټ کړي، دروغ خبره ده. ما بریتانوي موزیم ته په لیک کې په څرګندو ټکیو لیکلي و چې د نورو معلوماتو لپاره زه هر وخت همکارۍ ته چمتو یم، خو دوی هېڅکله له ما سره اړیکه و نه نیوه.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button