نړیوال خبرونه

د برېشنا شرکت خبرتیا

د دې شرکت لپاره د پور غوښتنه وکړه

د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې داسې کړنلار یې رامنځته کړې چې د هغه پر بنسټ به د دغه شرکت پورونه راټول کړل شي. د دې شرکت مسوولین زیاتوي چې تراوسه څه د پاسه ۳۰۰ تنه چې ډېری یې پوروړي وو، په ګوته شوي دي

د برېښنا شرکت ویاند

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي:«د هېواد په پلازمېنه کابل کې، په یوه تخنیکي او څېړنیز عملیات کې وتوانېدو چې په مشخصو سیمو کې ۳۲۹ تنه هغه کسان چې پورونه یې ډېر وو، تشخیص کړو او هغوی ته خبر داری وکړو، چې له دې ډلې ۳۳ تنو یې د پورونو د ورکړې لپاره چمتو شوي دي. 

کابل ښاریان

له بلخوا یو شمېر کابل ښاریان وايي چې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ د دوی ستونزې زیاتې کړې دي. د کابل اوسېدونکي رقیب نجرابي وویل:«موږ د خپلې برېښنا بل پر خپل وخت تحویلوو، خو له برېښنا شرکته زموږ غوښتنه دا ده چې د برېښنا د پروچاوۍ په برخه کې غور وکړي. 

نور یی ولوله | د افغانستان تر ټولو تعلیم یافته شخصیت ځوک دی؟

نور یی ولوله | اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د کابل اوسېدونکی جاوېد

د کابل اوسېدونکی جاوېد هم څرګندوي:«شکایت لرو چې زموږ برېښنا لږ پر خپل وخت خوشې کړي خلک ستونزې لري ژمی دی برېښنا چې ولاړه شي د اوبو نل پر خلکو وچ شي او اوبه نه لري. له دې مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي چې د افغانستان ۲۲ سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو برابرېږي او د افغانستان د برېښنا سیستم د افغانستان د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولاي. افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ آسیا له یو شمېر هېوادونو او ایرانه واردوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button