ځایی

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

یاد سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې اوسنی چلند د بشریت پر ضد د جرم کولو سره یو ډول بولي

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي افغانستان کې د “طالبانو چارواکي د جنسیت له مخې د ښځو او نجونو په مجازاتولو د بشریت ضد جرم ترسره کوي.”

نور ولولئ: د بشري حقوقو د څار سازمان بند امیر ته د ښځو پر تګ بندیز غندلی

د بشري حقونو د څار سازمان د نړیوال عدالت د برخې مشرې الېزابت ایوینسن ویلي، “له عام ژونده د ښځو او نجونو لېرې کول او د دوی د بنسټیزو حقونو څخه د انکار” لپاره د طالبانو د هغې په ټکو “ظالمانه او تاکتیکي چلند” د نړیوالو پام ځان ته وراړولی دی.

نوموړې ویلي، د عدالت منګولو ته د طالبانو د مشرانو راوستولو لپاره د اړوندو حکومتونو همغږي ملاتړ ته اړتیا ده.

د ښځو پر وړاندې د طالبان چلند جنسیتي ځورونه

د بشري حقونو د څار سازمان په رپوټ کې راغلي، افغانستان کې د طالبانو چارواکي د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جنایت ترسره کوي.

په رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په اړه د یاد سازمان څېړنې ښيي چې د ښځو او نجونو مجازاتولو لپاره په لیکلي او اعلان شوي بڼه فرمانونه ورکړل شوي چې دغې سازمان دا د بشریت ضد جرم په توګه یاد کړی. چې پکې د ښځو پر تګ راتګ، د بیان ازادي، غونډو جوړولو، کار کولو او زدکړو سخت بندیزونه شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، طالب چارواکي باید هر ډول جبر او تبعیض له منځه یوسي چې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه محروموي.

د دې سازمان په رپوټ کې راغلي، افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم د اساسنامې غړی دی. د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱، دغې محکمې (ICC) یوه څارنوال ته واک ورکړی و چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې څېړنې بیا پیل کړي. دغې محکمې تر هغې وړاندې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۰ کې څارنوالانو ته په افغانستان کې د څېړنو واک او صلاحیت ورکړی وو.

د یادې موضوع په اړه د نړیوالې محکمې د پلټنو اړتیا

د بشري حقونو د څار سازمان د نړیوال عدالت د برخې مشره وايي، په افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې څېړنه کولی شي چې د جنسیت ځورونې د بشریت ضد جرم لپاره حساب ورکولو ته لاره هواره کړي.

الیزابت ایونسن زیاته کړې، حکومتونه باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې نړیواله محکمه کافي سرچینې ملاتړ لري چې څارنوال یې وکولی شي د ځینو نورو جدي سرغړونو تر څنګ د دې جرمونو څېړنه وکړي.

نور ولولئ: افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

طالبانو په دې تړاو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی. خو وړاندې یې د دغه ډول رپوټونو په غبرګون کې ویلي چې دوی په افغانستان کې ښځو ته د اسلام شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکوي.

د څار نړیوال سازمان رپوټ داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ ملګرو ملتونو په نړیواله کچه د ښځو په اړه په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، “نړۍ د نجونو او ښځو د حقونو د پر ځای کېدو او برابرۍ لپاره ټاکلو موخو ته نه ده رسېدلې.”

په دې رپوټ کې ویل شوي چې له ښځو سره د توپیري چلند او تاوتریخوالي د ختمولو پر لور کافي پرمختګ نه دی شوی، بشپړو روغتیاي خدمتونو ته لاسرسی لا هم یوه ستونزه ده او په کافي شمېر کې ښځې په سیاسي او اقتصادي پرېکړو کې هم ونډه نه اخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button