ځایی

د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

د بشري حقونو څارونکي وايي چې طالبان ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کوي او زندانونو ته یې اچوي

د طالبانو له لوري په زرګونو ښځې زنداني او شکنجه شوي دي چې لا هم دا لړۍ روانه او نړیوال حقوقي بنسټونه یې اندېښمن کړي دي، خو طالبان بیا دا ډول راپورونه ردوي.

د بشري حقونو څارډله وايي، چې په افغانستان کې طالبان د ښځو د حقونو فعالانې په خپل سر نیسي، ګواښي یې او شکنجه کوي یې.

د ښځینه فعالانو زنداني کېدل

دا اداره وايي؛ طالبانو د ښځو د حقونو پر څلورو فعالانو زحل پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پاریسه ازاده سربېره نورې ډېرې ښځې هم په خپل سر بندي کړې دي.

دغه اداره د پنجشنبې په ورځ خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته په رسېدو پسې د ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو اراده سملاسي ښکاره شوه.

نور ولولئ: : امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

خو د طالبانو له دې ارادې سره ښځې هم سملاسي لاس په کار شوي او سړکونو ته په وتلو سره یې دا شعار پیل کړ چې کار، ډوډۍ او ازادۍ.

د انساني حقونو د څارډلې په خبره، طالبانو دغو مظاهرو ته په بند او شکنجه ځواب ور کړ او له هغه راهیسې د ښځو یو بهیر بندیانوي، خاموشوي یې او کورنۍ یې وېروي.

د دې ادارې په خبره؛ طالبانو پر معترضو ښځو سربېره هغه ښوونکې هم نیولې ده، چې د نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته یې د کورنو په ځمکتل کې ښوونځي درلودل.

طالبان د متهمو کورنۍ هم زنداني کوي

یوې فعالې دې ادارې ته ویلي، چې د دوی غړې د خپل ځان او کورنیو خوندیتوب ته سختې اندېښمنې دي، له سخت فشار سره مخ دي او وېرېږي چې وبه نیول شي.

د بشري حقونو څارډله وايي، چې طالبانو ډېرې ښځې د کورنۍ له غړو او ماشومانو سره نیولې دي، په بد حالت کې یې اچولې او ځینې یې شکنجه کړې دي.

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

د دې ادارې په خبره؛ که طالبان دا ښځې ازادې کړې، نو د کورنۍ د جایداد اسناد یې ترې غوښتي او ګواښلي یې دي چې که بیا خپل غږ اوچت کړي، نو ملکیت به یې مصادره شي. د بشري حقونو څارډله وايي، پخوا او اوس د نیول شویو ښځو له حال خبر دي؛ خو نومونه یې اخیستلی نه شي.

طالبان د ښځینه معترضینو حرکت په شدت سره ټکوي او سرلاري یې زندانونو ته اچوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button