نړیوال خبرونه

د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

د «فریډم ناو» په نوم د بشري حقونو بنسټ له طالبانو د منيژه صدیقي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده

«فریډم نو» په نوم د بشري حقونو یو بنسټ یو ځل بیا د طالبانو له بنده له قېد او شرط پرته د منیژې صدیقې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

یاد بنسټ چهارشنبه د کب پر ۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې طالبانو څلور میاشتې وړاندې منيژه صدیقي له خپل کوره بیولې وه.

دغه بنسټ زیاته کړې: «هغه د ربړونې او ناوړه چلن له ګواښ سره مخامخ ده. موږ یې له قېد او شرط پرته په امنه توګه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوو.»

monija2

د طالبانو لخوا د منيژه صدیقي نیول کېدل

منیژه صدیقي چې د معترضو ښځو د غورځنګ غړې ده، د روان کال د تلې پر ۱۷مه د کابل په خېرخانې کې له نیول کېدو وروسته زندان ته لېږل شوې ده.

څه موده وړاندې ځینو سرچینو ویلي و چې مېرمن صدیقي شاوخوا یوه اوونۍ د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله د طالبانو په امنیت روغتون کې بستر وه.

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

نور ولولئ: په افغانستان کې ۱۰۰۰ ښځې بندیانې دي

له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان له ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو له ریاست څخه غوښتي و چې مېرمن صدیقي له قېد او شرط پرته خوشې کړي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې

طالبانو پر افغانستان د دویم ځل له واکمېدو سره سم د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلو ځپونکو او له ټولنې د ښځو حذف کوونکو تګلارو ته دوام ورکړی دی.

monija1
طالب جنګیالي

د طالبانو د رژیم له واکمنېدو سره سم، ښځې له کار کولو او زده کو راوګرځول شوې او پر دوی د ژوند کړۍ راتنګه شوه.

د طالبانو د سختو تګلارو له امله ښځې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له بې کاره کېدو سره سمې دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي او ګڼو نورو ته یې رواني ستونزې هم پیدا شوي دي.

که څه هم نړیوالې ټولنې، په افغانستان کې دننه ښځو او افغاني ټولنې بار، بار له طالبانو غوښتي چې افغان مېرمنو ته انساني حقونه ورکړي، خو تراوسه طالبانو په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ګڼو افغانانو ددې لپاره افغانستان پرېښود او نورو هېوادونو ته کډه شول چې دلته د نجونو د زده کړو زمینه نه ده برابره او دوی د خپلو خویندو او لوڼو راتلونکې تیاره ویني.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button