ځایی

د بغلان ولایت ترافیکي پېښه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي

سالنګ ته نژدې په بغلان ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې شل تنه ټپیان شول.

باختر خبري آژانس نن جمعه (د مارچ ۱۴مه) د بغلان د امنیتي چارواکو په قول راپور ورکړی چې دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د سپرلیو یو بس د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په پُل ملخان سیمه کې چپه شو.

د چارواکو په وینا، د دې پېښې ټپیان ۱۲ سړي، ۴ ښځې او ۳ ماشومان دي.

ویل شوي چې ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بس د چپه کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه رعایت، او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د افغانستان د ترافیکي پېښو اساسي عوامل بلل کېږي.

سږ کال په افغانستان کې ترافیکي پېښې ریکارډ حد ته زیاتې ثبت شوي چې له کبله یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button