نړیوال خبرونه

د بلخ د علماو شورا غړو سره د جمهوررئیس لیدنه ترسره شوه

د بلخ د علماو شورا غړو سره د جمهوررئیس لیدنه ترسره شوه جمهوررئیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال نن ماسپښین د یاد ولایت د علماو شورا غړو سره په مزارشریف ښار کې د بلخ د ولایت په مقام کې، وکتل.

په دغه کتنه کې مولوي ذبیح الله د بلخ د علماو شورا په استازولۍ په بېلابېلو برخو کې د علماو غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.نوموړي د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د بلخ د علماو شورا بشپړ ملاتړ څرګند او په روضه مبارکه کې یې د کتابتون او د بلخ پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د ماسټرۍ دورې د ایجاد په اړه د علماو غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

fb img 1626176276236

جمهوررئیس غني د نوموړي د خبرو له اورېدو وروسته د جمهوریت او امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاع کې د علمای کرامو دریځ وستایه.هغه وویل چې اوس وخت رارسېدلی دی چې باید ټول علما سره کیني او د بل هر څه نه زیات د افغانستان اوسني وضعیت ته ترجیح ورکړي.

همدتراز جمهوررئیس د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د جوماتو جوړولو په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو د تشریح پر مهال وویل، تر اوسه په ټول هیواد کې تر زرو زیات جوماتونه جوړ او ترمیم شوي دي. هغه ژمنه وکړه، د روضې مبارکې د کتابتون جوړولو په برخه کې به هم اقدام وشي.

د یادولو وړ ده چې د بلخ ولایت نه وړامدې هم جمهور ریس غني نورو ولیتونو ته سفرونه درلودل او دا لړی بههمداسې دوام وکړي تر څو د هر ولایت ځانته ارزونه وشي او د کتنې وروسته ورته پلانونه هم جوړ شي تر څو اینده کې د هر وضعیت په اسانی سره مدیریت وشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button