نړیوال خبرونه

د بلخ په زارع ولسوالۍ کې سېلابونو پراخ زیانونه اړولي

په بلخ کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د جمعې په ورځ د مارچ ۲۴مه خبريالانو ته وویل چې دغه سېلابونه د تېرې ورځې له مازدیګر راپدېخوا په یاده ولسوالۍ کې را وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د لومړنیو مالوماتو له مخې د خلکو شاوخوا ۳۰۰ کورونه اوبو نړولي چې له امله یې پراخ مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

ښاغلي وزیري وویل:”تېره ورځ چې کوم سېلابونه راغلي دي له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پوري کورونه یې وړي دي، تر درې زره جریبه پوري زراعتي ځمکه یې تخریب کړې ده چې خلکو کښتونه پکې کړي وو او همدارنګه ګڼ شمېر څاوري هم تلف کړي دي.”

هغه په دغه سېلابونو کې د سر زیان په اړه مالومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې سیمې ته د زارع ولسوالۍ امنیه قوماندان او نور مرستندویه ټېمونه رسېدلي دي چې بشپړ مالومات به یې وروسته شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې تېره ورځ د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل کړی و.

د يادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولايتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، ميدان وردګ، بغلان، غزنى، زابل، باميان، دايکندي، ارزګان او غور ولايتونه شامل دي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې ويلي چې د ورښت کچه به په بېلا بيلو سيمو کې له ٢٠ څخه تر ٦٠ ملي مترو پوري وي

دا په داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت وزارت روانه اونۍ وویل چې تېر کال په دغه هیواد کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۲زره نور ټپیان شوي دي.

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

دغه وزارت وویل چې د دې ترڅنګ په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او زرګونه څاروي هم د تیر کال طبیعي پېښو له امله له منځه تللي.

بل خوا یاد وزارت ویلي چې روانه اونۍ په افغانستان کې د زلزلې له امله په بېلابیلو ولایتونو کې لس کسان مړه شوي او څه باندې ۷۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button