نړیوال خبرونه

د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

د طبیعي پیښو مدیریت

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت وزارت ویلي د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو دریو ورځو سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت په وینا د ګڼ ورښت پایله کې دغو راوتلو سېلابونو ۱۱۰ کسان ټپي‌ کړي هم دي.‌ د طالبانو حکومت چارواکي وایي ځینو ځپل شویو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي خو وايي کافي نه دي. د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم بي بي سي پښتو ته وویل، په سیلابونو کې د مرګژوبلې تر څنګ خلکو ته په پراخه کچه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

نوموړی وايي: د پروان په سیاګرد او شینوارو ولسوالیو کې ۲۹ کسان شهیدان شوي، ۹۳ ټپیان دي او یو شمېر ورک دي. په کاپیسا کې بیا پنځه هېوادوال شهیدان شوي او اووه ټپیان دي. په ننګرهار کې څلور شهیدان شوي او ۱۱ ټپیان دي. په غزني کې هم پنځه کسان هغه بس کې شهیدان شوي چې سیلابونو کې ايسار شوی و.

ور یی ولوله | اا: مفسیدینو ته زموږ حکومت کې ځای نشته

نور یی ولوله | حکمتیار: تر ټولو بویه لاسته راوړنه د افغانستان نه د امریکا وتل وو

ښاغلی مسلم وايي، دا لومړني مالومات دي او د نوموړي په ټکو ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي. د طالب چارواکو د مالومات له مخې، په تازه سیلابونو کې لسګونه کورونه وېجاړ شوي او ډېرې کروندې هم اوبو وړې دي. له لویه سره مرګژوبله او زیانونه هغو کورونو کې اووښتي چې خوړونو ته نژدې لمنو کې پراته دي.

په جلال اباد ښار کې بیا د کمسارو سیلابونو له امله د ښار څو ناحیو ته اوبه رسېدلي دي. له هوا اخیستل شویو ځینو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې د سیلابونو اوبه پر لویو سړکونو او کوڅو کې ډنډ ولاړې دي. د جلا اباد ښار ترڅنګ په څو ولسوالیو کې سیلابونه د شپې مهال راوتلي وو او خلک له وېرې د خپلو کورونو چتونو ته ختلي وو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button