سیمه

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو لخوا د پاکستاني پوستو نیول

پاکستان کې امنیت د پام وړ خراب دی او دغه ناوړه وضعیت هره ورځ د پراختیا په حال کې دی

اړوند مطالب:

ټي ټي پي: د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لوړپوړی چارواکی مولانا طحه شهید شوی

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

پاکستان کې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان تر څنګ د بلوڅ بېلتون غوښتونکی پوځ هم جنګېږي او هره ورځ د پاکستاني ریاست پر پوځ او نورې امنیتي دستګاه حملې کوي.

تازه بلوڅ بېلتون غوښتونکو په پلوچستان کې د پاکستاني پولیسو څو امنیتي پوستې نیولي دي.

دغه ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوي او لاس په لاس کېږي، داسې ښکاري چې د پاکستان د پوځ څو مهمې پوستې یې نیولي او اوس د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ په لاس کې دي.

بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته نږدې رسنیزو فعالانو د دغو ویډیوګانو په خپرولو سره ادعا کړې چې د بلوچستان په زهري ولسوالۍ کې یې تېره ورځ (چهارشنبه) د پاکستاني پولیسو څو پوستې نیولي او د شبیه نظامیانو د یو مرکز وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

بل خوا ویل کیږي چې د پاکستان پوځ سیمې ته رسېدلی او نیول شوې پوستې یې بېرته په خپله ولکه کې راوستي دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې حالت ورځ تر بلې د بدترېدو په حال کې دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button