د بلوچستان د ازادۍ پوځ؛ د پاکستان پوځ ته په ۹ بریدونو کې درانه مرګ ژوبله اوښتي
د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ۹ بریدونو کې د پاکستان پوځ ته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعا کوي
د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې د پاکستان پر پوځ او په هغه پورې پر اړوندو هدفونو ۹ بریدونه کړي دي.
د دې بېلتون غوښتونکې ډلې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې جنګیالیو یې په دشت، زامران، کوټه، مشکې، پنجګور، کلات او تمپ کې د پاکستان پر پوځ، د ګازو نللیکې، د اورګاډي پټلۍ، د پاکستاني پوځ ایجنټانو او د کانونو د لېږدونکو وسایطو په شمول پر بیلابیلو هدفونو ۹ بریدونه کړي چې په پایله کې یې دښمن ته د سرومال درانه تاوانونه اوښتي دي.
د خبرپانې پر اساس، د کیچ د دشت په زرین بوګ سیمه کې د پاکستان د پوځ پر کاروان د ریموټ کنټرول چاودنې په پایله کې د دښمن څلور پوځیان ووژل شول او څلور نور ژوبل شول، په داسې حال کې چې یو پوځي موټر ویجاړ شو. یاد کاروان د هغو بهرنیو ښکاریانو د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوی و چې بلوچستان ته د نایابه ژوو د ښکار لپاره راغلي وو.
بلوچستان د جګړې په حالت کې
د بلوچستان د ازادۍ پوځ بهرنیو ښکاریانو ته خبرداری ورکوي چې بلوچستان د جګړې په حالت کې دی. په هغو سیمو کې چې د پاکستان پوځ د پیسو په بدل کې ښکاریان د ښکار لپاره راولي، ښکار منع دی. که څوک د دې مقرراتو سرغړونه وکړي، د بلوچستان جنګیالي به یې په زوره ودروي او له دې جګړهځپلو سیمو څخه به یې وباسي.
نور ولولئ: بلوچستان-کوټه؛ د بولان میډیکل کالج د زده کووکو د نیونې پرضد لاریو کړی
نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی
نور ولولئ: د ټي ټي پي ګواښ او پیاوړي کېدل؛ د ملاکنډ د نیولو لپاره چمتوالی لري
د خبرپاڼې پر اساس، «په یاد برید کې د دښمن وژل شوي پوځیان نایک زمان او لانس نایک عمر ظاهر شامل دي، په داسې حال کې چې ژوبل شوي پوځیان نایک نعیم، سپاهي جاوېد، سپاهي امین، او سپاهي وحید دي.»
پرون د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د زامران په پوګمزان سیمه کې د پاکستان د پوځ پر پیاده ځواکونو د ریموټ کنټرول چاودنې برید وکړ. په پایله کې دوه پوځیان ځای پر ځای ووژل شول او یو بل ژوبل شو.
پرون، په بل برید کې، په کوټه کې د قمبراني سړک پر پولیسو د بم چاودنه وشوه، چې په پایله کې پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته او د هغوی ملکیتونه زیانمن شول.
د ریللارو ویجاړول
په کوټه کې سریاب سړک ته نژدې تېره شپه د چاودیدونکو توکو په کارولو ریللار ویجاړه شوه. په بل برید کې نن ماښام جنګیالیو د لویدیځ بای پاس ګاز نل لیکه ویجاړه کړه.
د بلوچستان د ازادۍ اردو جنګیالیو د دوشنبې په ورځ د مشکې په سیمه کې د استحصالي ساختماني شرکت یو موټر په بمي برید کې وویشت، چې په پایله کې موټر سخت زیانمن شو.
همدارنګه، د دوشنبې په ورځ د بلوچستان د ازادۍ اردو جنګیالیو د پنجګور په قلم چوک کې د پاکستان د پوځ یو فعال ایجنټ شمن علي په نښه کړ او له منځه یې یووړ.
د پاکستان پوځ د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ په وروستیو کې د پاکستان د پوځ خلاف بریدونه ډېر کړي دي.