د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستاني پوځ په ملاتړ پر جوړ شوي جشن یې برید کړی

اړوند خبرونه:
پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل
تحریک طالبان پاکستان: موږ له اسلام اباد سره په مذاکراتو باور نه لرو
تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي
د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې نن یې په کوټه او مستونګ کې د «اشغالګر پاکستاني پوځ» او د هغوی له خوا په «تش په نامه د بري جشن» باندې بریدونه کړي دي.
دې بېلتون غوښتونکې ډلې ویلي چې د خوشالۍ مراسم د پوځ په ملاتړ د کوټې په منیر منګل واټ کې جوړ شوي و چې دوی د جشن د برخوالو په کاروان باندې د لاسي بم برید کړی دی. دغه کاروان د صوبايي اسمبلۍ د غړي علي مدد جتک له خوا ترتیب شوی و. د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې استولې، لیکلي:«ازادي غوښتونکو د کاروان په سر کې د وسله والو ډلو غړي په نښه کړي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د هند او پاکستان له لنډې جګړې وروسته پاکستان هڅه پیل کړې چې په دې جګړه کې ځان بریالی وښيي او خپل بریالیتوب ونمانځي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا کوي چې تېره شپه هم د BLA د دوی جنګیالیو مستونګ ه سیمه کې د پاکستان د پوځ په MCC کراس چیکپواینټ باندې د لاسي بم برید کړی دی، چې له امله یې څلور پوځیان ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. خو په کوټه کې خبریالانو او رسنیو تایید کړې چې د حکړنا له لوري په جوړه شوې غونډه د لاسي بم برید شوی او یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې برید له کبله د جشن مراسم ګډوډ شوي دي.