سیمه

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو ادعا کړې

اړوند مطالب:

ټي ټي پي: د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لوړپوړی چارواکی مولانا طحه شهید شوی

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) ویلي، چې جنګیالیو یې د بلوچستان په بولان او جعفرآباد سیمو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو دوه جلا بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې د پوځیانو مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه رامنځته شوي دي. دا عملیات د سې شنبې او چهارشنبې په ماښام او شپه ترسره شوي، او د ډلې له خوا یې هدف د پاکستان “اشغالګرو ځواکونو” پر وړاندې مقاومت بلل شوی.

د BLA له خوا رسنیو ته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سې شنبې په ورځ د بولان ولایت د مارګټ په سیمه کې جنګیالیو د ماښام شپږو بجو په شاوخوا کې لویه لاره محاصره کړه. دغه محاصره له دوو ساعتونو زیاته دوام درلود، چې پر مهال یې د موټرو ناڅاپي تلاشۍ شوې. د یوې تلاشۍ پر مهال یو شکمن کس هم ونیول شو، خو وروسته بېرته خوشې کړل شو.

د یادې ډلې په وینا، د پاکستان پوځ د جنګیالیو د څارنې لپاره یوه څلور وزرې (ډرون) الوتکه کارولې وه، خو دا ډرون د دوی له خوا ویشتل شوې او له منځه وړل شوې ده. د BLA دا اقدام د ټکنالوژۍ پر وړاندې د بېساري غبرګون په توګه بلل شوی.

په بله حمله کې، چې د چهارشنبې د شپې نږدې لسو بجو په شاوخوا کې شوې، د جعفرآباد ولسوالۍ د شفیع‌آباد سیمې قیدی شاخ نومې ساحه کې د پولیسو پر پوستې د لاسي بم برید ترسره شو. د BLA ادعا ده چې د دې برید له امله امنیتي ځواکونو ته د پام وړ مرګ‌ژوبله او مالي تاوانونه اوښتي، خو د تلفاتو دقیق ارقام یې نه دي وړاندې کړي.

دا هم ولولئ:  ځانمرګی برید؛ پېښور کې یې لس کسان یې ټپیان کړي

که څه هم پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو دا ډول ادعاوې مخکې هم شوي او ځینې یې وروسته د عیني شاهدانو یا رسنیو له خوا تأیید شوي دي. د راپورونو له مخې، په تېرو دریو میاشتو کې په بلوچستان کې له ۱۵ زیات بریدونه د بېلتون‌پالو له خوا ترسره شوي، چې له امله یې نږدې ۳۵ پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بېلتون غوښتونکو ډلو د فعالیتونو شاهد دی. دا ډلې د خپلواک بلوچستان غوښتنه کوي او د پاکستان د پوځ پر ضد وسله‌وال مقاومت ته دوام ورکوي.

په داسې حال کې چې حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد عملیات یې شدت موندلی، د ازادۍ پوځ او ورته نورې ډلې بیا وايي چې دوی د سیمه‌ییزو حقونو د دفاع لپاره مبارزه کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button