سیمه ییز خبرونه

د بلوچستان د ازادۍ پوځ: که پاکستانی پوځ د برمته شوو د خلاصون هڅه ونه دروي، نو ټول به ووژني

اړوند خبرونه:

بلوڅ لبریشن ارمي بلوچستان کې د اورګاډي ۴۰۰ مساپر برمته کړي

بلوچ بېلتون غوښتونکو۶ پوځیان وژلي او ۱۰۰ نور لا هم یرغمل دي

د بلوچستان د ازادۍ پوځ، چې ګڼ شمېر کسان یې له یوه ریلګاډي کوز کړي او برمته کړي، وايي چې د پوځ یرغل دوام لري، د بندیانو تبادلې ته هیڅ جدي توجه نه لري او دوی به  ۱۰ نور یرغمل ووژني.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ پرون (سې شنبې) د بولان په ډهاډر کې له جعفر ایکسپریس ریلګاډي څخه سلګونه سپرلۍ کښته کړې، د هغوی له منځه یې ښځې، ماشومان او بلوڅان خوشی کړل او تر یو نیم سل ډېر نور کسان یې په دې نوم چې د پوځ او استخباراتو کسان دي، له ځان سره بیولل.

د بلوچستان دې بېلتون غوښتونکې ډلې په عین حال کې پرون خبرداری ورکړ چې که د پاکستان پوځ د یرغملو د خلاصون هڅه وکړي، برمته کسان به ووژني.

له بلې خوا د بلوچستان ایالتي حکومت پرون ناوخته وویل چې د یرغملو د خوشي کولو لپاره ځواکونه استول شوي دي.

تېره شبه ناوخته د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ:«د پاکستان اشغالګر پوځ یو ځل بیا د بلوڅ آزادي‌ غوښتونکو جنګیالیو پر ضد غیرمسوولانه او احمقانه پوځي یرغل کړی، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې کړي او دوه توغندي یې توغولي دي. خو د بلوڅ جنګیالیو چټکتیا، غوره دفاعي تاکتیکونه، او د جګړې پر ډګر بشپړ کنټرول له امله، ټول جنګیالي خوندي پاتې شول. دا برید څرګند ثبوت دی چې پاکستان د بندیانو د تبادلې په اړه د کومې جدي پریکړې وړتیا نه لري، بلکې یوازې د جګړې د لېونتوب او سرزوري تر اغېز لاندې اقداماتو ته دوام ورکوي.»

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button