سیمه

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ۷ پاکستاني پوځیان وژلي

اړوند مطالب:

ټي ټي پي: د پاکستاني پوځ عملیاتو کې لوړپوړی چارواکی مولانا طحه شهید شوی

د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

د بلوچستان د ازادۍ پوځ تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د «اشغالګر پاکستاني پوځ» پر ضد د بلوچستان د آزادۍ جنګيالیو په نوشکي کې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه اووه دښمن پوځيان له منځه وړي دي.»

دې بېلتون غوښتونکې ډلې په عین حال کې ویلي چې د دوی څلور جنګيالي هم وژل شوي دي.

دې ډلې همداراز، څلور ورځې وړاندې د سوراب په عملیاتو کې د خپل یوه ټپي شوي جنګیالي ساه ورکولو خبر ورکړی دی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، د پاکستان د پوځ له لوري، چې دا ډله یې اشغالګر ځواک بولي، د جولای په ۱۹مه نېټه د نوشکي د غرنۍ سیمې په اوږدو کې ستر نظامي عملیات پیل شول، چې پکې د دښمن ملاتړ څرخکو او بې‌پیلوټه الوتکو کاوه. د دښمن د پرمختګونو د مخنیوي لپاره، جنګيالو پیاوړې مقاوت وکړ او په بېلابېلو ځایونو کې یې بریدونه وکړل.

«په دې عملیاتو کې چې درې ورځې یې دوام وکړ، د شېشاري په سیمه کې د جنګيالو او دښمن پوځ تر منځ نژدې جګړه پیل شوه چې دوې ورځې یې دوام وکړ. دښمن کمانډو ځواکونو ته د هوایي بریدونو له لارې ملاتړ ورکړل شو. د مقاومت په لړ کې اووه دښمن کمانډو ځواکونه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. په دې سختو نښتو کې څلور جنګيالي — قوماندان سوفیان کرد، فدایي رشید بوزدار، سنگت نبیل بدیني، او سنگت خالد فاروقي محمد حسني — په زړورتیا سره وجنګېدل او شهیدان شول.»

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button