سیمه ییز خبرونه

د بلوچستان په مچ سیمه کې پر پاکستاني زندان او پوستو برید شوی

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت مچ سیمه کې پر زندان او پوستو وسله والو بریدونه شوي دي

د پاکستان بلوچستان ایالت چارواکي ‌وايي، امنیتي ځواکونو د بولان ولسوالۍ په مچ سیمه کې د ‘ترهګرو’ درې همغږي بریدونه ‘شنډ’ کړي. بله خوا د دې ایالت اوسېدونکي وايي چې د شپې ناوخته یې په ښار کې د څو چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي.

د پاکسان بلوچستان صوبې د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، امنیتي ځواکونو د بولان ولسوالۍ په ‘مچ’ سیمه کې د ‘ترهګرو’ درې همغږي بریدونه شنډ‌ کړي دي.

دغه برید د اسلام اچهو ډلې کړی دی

جان اڅکزي په ایکس (پخواني ټویټر) کې ویلي چې دا بریدونه د اسلام اچهو ډلې سره د تړلو ترهګرو لخوا شوي، خو امنیتي ځواکونو ته پکې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی او نه هم تاسیساتو ته کوم زیان رسېدلی دی.

هغه وویل چې “ترهګر په شا تمبول شوي او زموږ امنیتي ځواکونه فعال دي. موږ هیله لرو چې دا ګواښ به تر سهاره پورې ختم شي“.

ea309e417f1c5ae0c413f45968b0746978b14a2e 932x826
په مچ سیمه کې د برید محل

له دې وړاندې په يو بيان کې جان اڅکزي ويلي وو چې د مچ غونډۍ په سيمه کې د راکټ ویشتل شوي، خو تر اوسه د کوم زيان راپور نه دی ورکړل شوی.

نور ولولئ:  پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر (هم نیوز) سره په خبرو کې ویلي، چې حالات تر کنټرول لاندې دي او پر خواله رسنیو خپرې شوې ادعاوې هېڅ حقیقت نه لري.

په مچ سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، په مچ سیمه کې ګڼو ځايي اوسېدونکو د دوشنبې په شپه د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل تایید کړي دي.

دی وايي، د مچ یو سیاسي او ټولنیز مشر فاروق عزیز کرد پر ټیلیفون وویل چې تر درېو زیاتې چاودنې یې اورېدلې دي. ده دا هم ویلي چې له چاودنو سره سم ډرې هم پیل شوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.‌

پاکستان کې اوسنی وضعیت؛ د وسله‌والو بریدونه او د بلوچو احتجاج

نوموړی تاییدوي چې یوه مرمۍ یې کور ته څېرمه لګېدلې او کور یې یو څه زیانمن کړی هم دی.

د مچلغو یوه بل اوسېدونکي قاضي فهیم ویليو له درېیو تر څلورو د سختو چاودنو غږونه یې واورېدل.

دغو چاودنو او ډزو په مچ سیمه کې وېره او ترهه خپره کړې ده. د دغه برید مسؤلیت د بلوڅ د ازادۍ پوځ پر غاړه اخیستی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button