د بنو په نښته کې پوځ او وسله والو دواړوه ته مرګ ژوبله اوښتي
په بنو کې د پوځ او وسله والو تر منځ نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
ددې نښتې راپورونه هغه مهال ورکړل شول چې کله د پاکستان پوځ او وسله وال له یوه او بل سره مخامخ شول.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځيانو او وسلوالو ترمينځ نښته شوې چې دواړو غاړو ته پکې د مرګژوبلې اوښتو راپورونه دي.
په بنو کې ځينو پوځي او استخباراتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط د اکتوبر پر ۳۰مه، رسنیو ته وويل چې نښته نن سهار (د اکتوبر پر ۳۰مه) د بنو په غوړه بکاخیل کې د پوځ او وسلوالو تر مینځ شوې ده. دغه سرچينو د دوو وسلوالو او څلورو سرتېرو د ژوبلېدو دعوه کړې ده.
د پاکستان پوځ تر اوسه څه نه دي ویلي
د چارواکو په وينا په ژوبلو شويو کې د پاکستاني پوځ يو مېجر شامل دی. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
مشال راډيو ته عيني شاهدانو ويلي چې د جګړې پر مهال پوځي هېليکاپټرونه ګرځي او د تګ راتګ لویې لارې تړل شوې دي. ځايي خلک وايي چې په خپلو کورونو کې ایسار پاتې دي او د سیمې د امنیت په اړه اندېښمن دي.
نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې
نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی
د يادونې ده چې په بنو او د خیبر پښتونخوا په ځينو نورو جنوبي ضلعو کې له اوږدې مودې راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د اکتوبر پر ۲۴مه او ۲۵مه، وسلوالو په بنو او ډېره اسماعیل خان کې د ملېشه ځواک او پولیسو ۱۲ سرتېري وژلي او پینځه ژوبل کړي وو.
د تاڼېدار په موټر برید
د بنو د ځونیخېلو (جانیخېلو) د پولیسو ویاند حنظله ويلي وو چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د اکتوبر پر ۲۵مه د تاڼېدار سید رحمان پر ګاډي برید وکړ چې پکې نوموړی او یو بل سرتېری ووژل شول. د هغه په وينا په حمله کې په ګاډي کې ناست بل پولیس ژوبل شوی وو. د حملې ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
بلخوا په ډېره اسماعیل خان کې امنیتي چارواکو او پولیسو ویلي وو چې د اکتوبر پر ۲۴مه پر امنیتي پوسته په وسلوال برید کې ۱۰ سرتېري ووژل شول. د سیمې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته ويلي وو چې وسلوالو ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.