نړیوال خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت سساسي معین: پاکستان دې د زمونږ داخلي چارو کې مداخله نه کوي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود. شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت او د افغانستان د خاورې پر ضد خبرې وکړي.

عباس ستانکزی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«د پاکستان د لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير، دغه عمل موږ په کلکو ټکو غندو. هېچا ته موږ اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان د اسلامي امارت او د دې انقلاب پر ضد خبرې وکړي. پاکستان که اقتصادي مشکل لري، ای اېم اېف سره په تور لیست کې پروت دی، دنيا قرض نه ورکوي، 

د شباذ شریف په اړه 

هر چاته چې ڼلېفون وکړي، څوک يې ټلېفون نه پورته کوي چې قرضه ورکړي. چې نه يې درکوي دا ستا مشکل دی، چې له هرې لارې يې پيدا کولی شې پيدا يې کړه. په سود پيسې غواړي څوک يې نه ورکوي. خو دا مه کوه، چې د افغانستان د خلکو د حيثیت د ټول افغانستان د خلکو په قیمت ته داسې خبرې وکړي، چې افغانستان پرې بدنامه کړي او ته پرې له يو چا نه پنځه روپۍ واخلې.

نور یی ولوله | ترکیه کې د افغان کډوالو حال

نور یی ولوله | عباس ستانکزی د نجونو د ښونځیو په اړه څه وویل؟

امریکا 

له بلخوا د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال امريکا د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنوي او وايي، چې اسلامي امارت دې تړون ته ژمن پاتې شوی دی د اسلامي امارت دغه چارواکی زیاتوي، داسې ثبوتونه له ځان سره لري، چې بې پيلوټه الوتکې، له کومه ځایه د افغانستان خاورې ته راداخلېږي..

ښاغلی ستانکزی زیاتوي:«ما سره ويډيوګانې موجود دي. که څوک منکر وي را دې شي زه به يې وروښايم، چې له کوم ميدان څخه را الوځي، په کومه لار راځي او چېرته ګرځي. د هر ډرون په مقابل کې په مېليونونو ډالر اخيستل کېږي. بس ده دا تجارت. مه کوئ د دې خلکو په سر تجارت. وږی يې، ډوډۍ نه لرې، خپل وطن نه شې چلولی، بله طریق ورته پيدا کړه. تر ابده به موږ د قربانۍ پسونه يوو، موږ به قرباني کېږو.

د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:«پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په جګړه او سوله کې لوی رول لوبولی دی. او دا هم راته ووایم، چې ولې دا رول لوبول شوی دی. ځينې وختونه زموږ خپلو سیاستوالو وضعيت په ښه ډول نه دی مدیریت کړی او پاکستان له دې خاليګاه څخه په خپله ګټه کار اخيستی دی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button