نړیوال خبرونه

عباس ستانکزی د نجونو د ښونځیو په اړه څه وویل؟

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې له زده کړو د نجونو د مخنیوي لپاره هېڅ شرعي دلیل نشته او د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو لپاره هېڅ پلمه نشته.

ښاغلي ستانکزی په هغو مراسمو کې چې د ګرځندویۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت په دارالامان ماڼۍ کې جوړ شوي وو، زیاتوي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو تړل پاتې کېدل د ملت او حکومت ترمنځ واټن زیاتوي.

عباس ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:«تعلیم په ښځه او نر فرض دی. علمای کرام دلته موجود دي هېڅوک یې د دې له فرضیته انکار نه شي کولای، دا مطلق فرض دی په نر او ښځو باندې فرض دی، هېڅوک هېڅ دلیل نه لري له دې پرته چې یا به یې د طبعیت خبره وي چې زه دا نه منل یا دا ده یا هغه ده، شرعي دلیل هېڅوک نه لري، دلته په لسګونه او سلګونو فتواوې دي، زموږ ملکت له جهدو علماوو ډک دی د نړۍ په سطحه جهد علما دي او ټول په دې باندې موافق دي باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه مساعده شي، افغانستان کې باید ژر تر ژره د ټولو په مخ د ښوونځیو او مدرسو دروازې پرانیستل شي.

نور یی ولوله | د زدهکونکو د زدکړو پرځای خیاطی کولو ته ډېر وخت ورکوي

نور یی ولوله | افغانستان مې د غالیو تجارت زیات شوی

د امر بالمعروف وزیر

له بلخوا، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د دنیوي علم زده کړه د ښځو لپاره مباح بولي:«دنیوي تعلیم مباح دی حضراتو! او کله چې مباح او د امیر ترمنځ تعرض راشيد امیر حکم بیا واجب دی، د ذکورو تعلیم دنیا مباح دی. د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه د نظر اختلاف موجود دی

سساسي چارو شنونکي

د سیاسي چارو کارپوه سید قریب الله سادات وايي:«باید ښاري او کليوال نظرونه هم باید لرې کړل شي، له بده مرغه دغه دوه تل سره په ټکر کې دي هیله لرو چې دغه لیدلوري مسنجم شي او د افغانستان د ژغورنې په هکله فکر وشي. یو شمېر نجونې چې له زده کړو بې برخې شوې له اسلامي امارته غواړي ژرترژره د نجونو ښوونځي پرانیزي

زده کوونکې ثنا وویل:«له پوهنې وزارته دا غوښتنه لرو چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي چې ټول زده کوونکي خپل له لاسه ورکړې هیلې بېرته ترلاسه کړي. د کندهار د ولایتي شورا مخکینی رییس حبیب الله آغا چې تازه د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی، د دوشنبې په ورځ یې خپل کار پیل کړ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button