ژوند

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان د کډوالو په زور ایستل د بشري حقونو نقض بللی

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د پاکستان له لوري د افغان کډوال جبري ایستل د بشري حقونو نقض دی

د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل وايي، له پاکستانه د ناقانوني افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په مانا دي.

امنسټي انټرنېشنل په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه غیر ثبت او راجستر افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړل شوی، چې له دې هېواده ووځي او دا د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کولو مانا لري.

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

امنسټي انټرنېشنل پر خواله رسنۍ اېکس (مخکیني ټویټر) په دې هکله یوه تازه پیغام کې ویلي: ”دې (ضرب الاجل) سره نه یوازې د دې کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، بلکې د دوی خیر، ښېګړې، خوندیتوب او بنسټیزو اړتیاوو پوره کېدو ته هم جدي اندېښنې راپورته شوې دي.”

په دې اړه د پاکستان د پرېکړې بدلولو هڅې

امنسټي انټرنېشنل په دې پیغام کې غوښتنه کړې، چې باید په یوه غږ له پاکستان حکومته وغوښتل شي چې ”سملاسي خپله پرېکړه بېرته واخلي او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.”

د یادونې ده، چې پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، پلان لري چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې ټول هغه بهرنیان له هېواده وباسي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي یوې غونډې ته ویلي و، ټول هغه وګړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خپل کار، روزګار دې بند کړي، جایدادونه دې وپلوري او خپلو هېوادونو ته دې ستانه شي او که داسې و نه کړي، د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به نیول کېږي، له هېواده به شړل کېږي او جایدانونه به ترې اخیستل کېږي.

په یاده کډوالو کې د جمهوریت د مهال چارواکو شتون

داسې ویل کېږي چې هغه چارواکي هم په دې کډوالو کې دي چې په جمهوریت کې یې په افغانستان کې لوړې دندې لرلې او د طالب پر بیا واکمنېدو پاکستان ته لاړل او کېدای شي که افغانستان ستانه شي، نو د طالبانو له لوري به ترور او له منځه یووړل شي.

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ګډون نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو د کډوالو جبري ایستلو په هکله د پاکستان حکومت دغه پرېکړه وغندله او له پاکستانه یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو پاکستاني چارواکي وايي، د افغانانو په ګډون د ټولو غیر قانوني بهرنیانو ایستلو پر پرېکړه کلک ولاړ دي.

د پاکستان کورنیو چارو فدرالي وزیر سرفراز بګټي وړمه ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، په غیر قانوني توګه د مېشتو بهرنیانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو ایستلو پروګرام نهايي شوی او په وینا یې حکومت به په دې لړ کې ”هېڅ ډول جوړجاړی و نه کړي.”

ښاغلي بګټي دغه راز ویلي و، دوی سره د ټولو داسې کسانو معلومات شته، چې په غیر قانوني توګه پاکستان کې مېشت دي او په خبره یې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې داسې مرکزونه چمتو شي چې دا کسان به پکې ساتل کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت شوي او ۸ سوه اتیا زره نورو د پاتې کېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button