سیمه ییز خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستانی ریاست دې پر پي ټي اېم لګولي بندیزونه ختم کړي

د بښنې نړیوال سازمان له اسلام اباده غوښتي چې پر پي ټي اېم لګول شوي بندیزونه دې ختم کړي

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنیشنل) د پاکستاني حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) بندیز او د ترهګرۍ ضد قوانینو په کارولو سخته نیوکه کړې ده.

سازمان د اکتوبر پر اتمه په بیان کې غوښتنه کړې ده چې حکومت باید په سمدستي توګه دغه بندیز ليرې کړي او د پي ټي اېم د فعالانو او احتجاج کوونکو د ځورونو مخنيوی دې وکړي.

د پي ټي اېم سولییز احتجاجونه

په بیان کې د جنوبي اسیا لپاره د سازمان مرستیال مشر بابو رام پنت ویلي دي چې دا بندیز د پي ټي اېم د سوله يیزو احتجاجونو د ځپلو هڅه ده او حکومت غواړي په دې توګه د اکتوبر ۱۱مې د غونډې مخه ونیسي. “کلونه کېږي چې پاکستاني چارواکي د مظلومو سیمو خوځښتونه په زور، جبري بې درکيو او د رسنیزو بندیزونو له لارې ځپي.”

دا په داسې حا ل کې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه، د يو فرمان په خپرولو سره پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې “ناقانونه سازمان” وګرځاوه. په فرمان کې دعوه شوې وه چې “پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي.”

خو د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي دوی همېشه د عدم تشدد له لارې د پښتنو د حقونو او ترهګرۍ په خلاف مبارزه کړې ده نو ځکه دا بندیز “ظالمانه” دی. هغه د اکتوبر پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا پرېکړه د پښتنو د حقونو لپاره د ځوانانو د سوله ییزو هڅو ودرولو کوښښ دی چې کامياب به نه شي.

نور ولولئ: منظور پښتین: طالبان د پي ټي ایم په فیسبوکي ملاتړ هم افغانان زنداني کوي

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نوموړي د پاکستان پر حکومت نيوکې کړې او زیاته کړې یې ده چې پر پي ټي اېم په بنديز لګولو سره پر بشري حقونو پښې ږدي. “تش په نوم وفاقي حکومت پر پي ټي اېم د بندیز په لګولو له ټولو حدودو تېر شوی دی.”

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ د اکتوبر پر اتمه په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د يو سازمان يا ډلې خلاف له شواهدو او ثبوتونو تر لاسه کولو وروسته حکومت پر هغه بنديز لګوي.

له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تړاو د پي ټي اېم تورنول

نوموړي د څه ډول ثبوت وړاندې کولو پرته تور پورې کړ چې پي ټي اېم له “ترهګرو ډلو” سره تماسونه لري. “د پي ټي اېم رابطه نه يوازې له تحريک طالبان افغانستان سره ده بلکې له تحريک طالبان پاکستان سره هم د هغوی بشپړه رابطې دي.”

نوموړي ادعا وکړه چې پي ټي اېم “رياست ضد بيانيه” پر مخ وړي او په بهرنيو هېوادونو کې د پاکستان پر سفارتونو او کونسلګريو په بريدونو کې لاس لري.

تارړ زياته کړه چې پي ټي اېم ته له بهرنيو هېوادونو څخه د مالي مرستو لېږلو په اړه يې پلټنې روانې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ لا تر اوسه د تارړ د دعوو او تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په خپلو غونډو او بيانیو کې د وسلوالو طالبانو په ګډون د هرډول ترهګرۍ او جنګ خلاف غږ پورته کړی او ويلي يې دي چې د پاکستان د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره “سوله ييزه مبارزه” کوي.

د پاکستان حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه ګرځول د ګڼو ادارو، سیاستوالو او مدني فعالانونو غبرګونه پارولي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button