د بې وزلۍ زیاتوالی له امله هلمند کې ماشومانو درندو کارونو ته مخه کړه
د فقر او بیکارۍ زیاتوالی
د غریبی او وزګارۍ له زیاتېدو سره سم، هلمند کې ګڼو ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې ده د دغو ماشومانو کورنۍ وایي، د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي، خپل ماشومان درنو کارونو ته واستوي. ورته مهال د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، دا مهال دغه ولایت کې ۲۰ سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
دوی به ماشومانو ته تعلیم ورکړي
مسوولین ډاډ څرګندوي چې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي. دا په عمر کم ماشومان چې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري، لښکرګاه ښار کې په درنو کارونو بوخت دي. دوی وایي، که کار ونه کړي د کورنۍ لګښتونه او د کورونو کرایې نه شي پوره کولی. د لښکرګاه ښار اوسېدونکي بیسم الله وویل:«د کور د کرایې په خاطر کار کوم. د ورځې سل افغانۍ کار کومد کاریز سیمې اوسېدونکی ذبیح الله هم وايي:«پښې مې درد کوي، ملا مې درد کوي، دوه کاله کېږي چې دغه کار کوم
بل خوا د دغو ماشومانو والدین بیا وایي؛ اړ دي د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په پار خپلو تنکي ماشومان درنو کارونو ته واستوي. د کاریز سیمې اوسېدونکي محمد عمر څرګنده کړه:«ژوند سخت دی، د مجبوریت له مخې دا کار کوم، د معلمۍ میاش مې نه پوره کوي، قیمتي ده.
ور یی ولوله | د نړی تر ټولو ټيټ قد سړی د سلمان خان فلیم کې واخیستل شو
ور یی ولوله | یونیسف : تېر یو کال کې ۱.۵ ملیونه افغانان ایران ته کډوال شوي
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالستار وویل:«هره کورنۍ د مجبوریت له مخې په خپلو کوچنیو ماشومانو کار کوي
ورته مهال د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي؛ دا مهال دغه ولایت کې ۲۰ سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او هڅې یې پیل کړې چې دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي